په هرات کي د ړندو دپاره مکتب جوړ سوی
۱۳۸۹ دی ۱, چهارشنبهد روشندلانو مکتب چي ودانۍ يي د هرات ښا ر شمال څنډه لرغوني مېنه عبدالله انصاري مقبري ته نږدي جوړه سوې مالي لښت يي١٠٠زره امريکايي ډالره سوی.
په يو پوړکي ٨ درسي ۴ اداري خوني اونورټول هغه امکانات په عصري اواساسي ډول ورته جوړسوي چي د زده کونکوپه ځانګړي ډول نابينايانوته سهولت کيدای سي.
د غه ښوونځي چي تشکيل يې په دې وروستيو کي جوړسوی دا مهال ٢٠ تنه نابينا زده کونکي لري.
د دې ښونځی ټول زده کونکو چي دويچه ويله المان ږغ راډيو سره خبري وکړې خوښ ول. هغوی ويل په کمه موده کي وتوانيدل چي د بريل خت ليکل او لوستل زده کړي ۱۳ کلنه ثريا چي په ستر ګو نابینا ده وايي:
«٣مياشتوکي مي ليک اولوست زده کړل ښونځي کي ستونزه نه لرم خو د يوه ټيپ نشتوالی مي ستونزه ده چي په اوريد و يې قران شريف زده کړم.ارزولرم چي په اينده کي يوه ښونکې سم»
احمد طاهرفروتن د روشندلانو د ښونځي مديروايي:« د درس سيستم يې بريل دی، چي د لرګي پر تخته د ميخونو په ټومبلو پيليږي له څو مرحلو وروسته زده کونکي په کاغذ د ليک اولوست وړتيا مومي»
د روشندلانو د ټولني د مشرتابه وينا ده چي په هرات کي د ر وشندلانو يا په بل عبارت د ړندو کسانو شمېر نږدي٢٠٠ تنو ته رسيږي.
په هرات کي د ړندو دپاره پرته له دغه ښونځي نورو بيلابيلو برخو کي د حرفوي زده کړو پروګرامونه ورته پيل سوي دي.چي ٣ بيلابيلي ر سمي ټولني لري.
دغه مرکزونه د هرات په ګڼو ولسواليو کي فعال دي چي لوی مرکزونه يې په هرات ښار، انجيل، ګذره او شنډنډ ولسواليوکي فعاليت کوي.
شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل