1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د وژل سوي مېرمني قاتل ونيول سو

۱۳۹۱ آبان ۱, دوشنبه

په هرات کي د يوې ځواني تازه واده شوي مېرمني د وژلو په تور د هغې د خسرخيلو څلور تنه تورن کسان نيول شوي دي. په دوی کي يوه تن اعتراف کړی دئ، چي دغه ۲۴ کلنه مېرمن ده وژلې ده.

https://p.dw.com/p/16UG3
انځور: Mahammad Shoib Rezayi

د هرات ولايت امنیه قوماندان، جنرال عبدالغفار سیدزاده، دویچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي د یوې وژل شوي مېرمني د قتل په تور ئې د هغې خواښې، میړه، او خسر نیولي دي.

امنیه قوماندان زیاته کړه ۲۴ کلنه ماګل،۴ میاشتې د مخه واده شوې وه، د لومړنیو تحقیقاتو پر اساس، مېرمن هغه مهال وژل سوې ده چي بدلمنۍ ته ئې غاړه نه ايښووله:

«د وژل شوي ماګل، خواښې د پېښي اصلي عامله ده؛ دې د نجیب الله په نوم یوه ځوان ته زمینه برابره کړې وه، چي د شپې له خوا په خوب کي د هغې پر مرۍ چاړه تیره کړي. د وژلو علت ئې دا دئ، چي له ماګلي، څخه دوی د تن پلورلو غوښتنه کړې وه خو هغې دغه کار نه کاوه.»

دغه پیښه تېره اوونۍ د هرات ولايت د انجیل ولسوالۍ په شال بافانو سیمه کي د شپې له خوا رامنځته شوه. وروسته بيا د دغي مېرمني مړی د هغې د ورو عبدالقادر او کورنۍ د نورو غړو په زریعه په اعتراضي ډول د هرات د ښځو چارو ریاست ته ولیږدول شو.

که څه په لومړي سر کي پولیسو د پیښي په اړه په احتیاط خبري کولې، خو د بشري حقونو او ښځو د ملاتړ د بېلابېلو فعالینو له جدي غوښتنو سره د هرات امنیه قوماندانۍ د تحقیق پروګرام چټک کړ.

د پلټنو په پايله د وژل شوي مېرمني مېړه، خواښې او خسر نيول شوي دي. خو دوی په پيښه کي لاس لرل ردوي. پوليس وايي چي اوس ئې د نجیب الله په نوم یو تن نيولی دئ چي پر جرم باندي ئې اعتراف کړی دئ.

دغه۲۰ کلن ځوان د پوليس په توقيف کي دویچه ویله ته پر ځان لګول شوي تورونه تائید کړه:

«د تره ښځي مي د هغې د وژلو هیله راڅخه وکړه. ما وویل چي زه ئې توان نه لرم، هغې د مرستي ډاډ راکړ. د شپې له خواه ئې زه په یوه خونه کې پټ کړم، د هغې میړه ئې نانوایي ته د ډوډۍ رانيولو له پاره واستاوه. د کاکا ښځي مي د ماګل پښې ونیولې ما هم په داسې حال کې چه هغه ويده وه چاړه پر را کش کړه ځای پر ځای مړه شوه.»

پولیس وایي، چي دغه ځوان ترپیښي وروسته تښتي او د جرم نور شریکان ئې پیښي ته داسي رنگ ورکوي چي گويا کور ته ئې غله ور لوېدلي دي.

په هرات کې د بشري حقونو ادارې د ښځو د څانګي د مامورینو په وینا سږکال تر بل هرکال د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي ډیري پیښي ورسره ثبت دي.

دغه مامورین وایې د سږکال په شپږو میاشتو کې د هرات په کچه ۱۸د ښځو د وژلو پيښي ور سره ثبت دي او د زون د څلور ولایاتو په کچه د میرمنو د وژل کیدو پیښې ۲۷ دي. چي ټول ناموسي قتلونه دي.

شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل