په هرات کي د نجونو د کرکت لوبډلو سيالۍ
په هرات کي په لومړي ځل د نجونو د کرکت سيالۍ پيل سوې. دغه سيالي د دغه ولايت د منتخب ټيم د غوره کولو له پاره ترسره سوې.
دا لومړی وار دی چي په هرات کي د نجونو ترمنځ د کرکت سيالۍ ترسره کيږي.
په دغه سياليو کي د نجونو د شپږو ښونځيو لوبډلو په خپل منځ کي سيالۍ کړي چي د لوبو په پای کي له دوی څخه يوه منتخبه لوبډله وټاکل سوه.
دغه سيالۍ د هرات ولايت د نجونو په هاتفي ليسه کي ترسره سوې.
د دغو سياليو مسئولي ديانا نارکزی رسنيو ته وويل چي سيالۍ د امریکا متحده ايالاتونو د سفارت په مالي ملاتړ پيل سوې.
دغه سياليو ته د هرات ولايت د مختلفو ښوونځيو ۱۰۲ تنو تمرينونه وکړل چي سياليو ته تياري سي.
دغه سيالو ته تياری شپږ مياشتي دوام وکړ. دوی ټول لازيم امکانات او ورزشي لباس ورکړل سوی وو.
دغه پروسه د افغانستان د نجونو د کرکت د پراختيا موسسې له خوا پر مخ يووړل سوې.
د دغه سيالو مسئولين وايي چي اوس د هرات ولايت د نجونو د کرکت منتخبه لوبډله وټاکله سوه.
دغه سيالۍ د افغانستان د کرکت بورد د هيئت تر څار لاندي ترسره سوې. دغه بورد د هرات د نجونو د کرکت دغه شپږ لوبډلي په رسميت پيژندلي دي.
که څه هم مخکي تر دې په هرات کي د نجونو د کرکت دومره زياته علاقه نه وه خو د دغه سياليو تر ترسه کيدو وروسته يې اوس هلته مينوال ډېر سوي دي.
په هرات کي د نجونو د کرکت مسئوله وايي چي اوس هم په دغه ولايت کي د نجونو ورزش ته ډېره زمينه نه ده برابره.
په هرات کي د ورزش مسئولين وايي چي په دغه ولايت کي ټولنيزي ستونزي هم د نجونو د ورزش په مخ کي خنډ دي.
په افغانستان کي د کرکت له پاره ډير ميدانونه نه دي جوړ سوي ولي دغه لوبه بيا هم د نارينوو په برخه کي په نړيواله کچه ډيري برياوي لري.
په هرات کي د سياليو په پای کي برياليو لوبډلو ته کپونه او مډالونه ورکړل سول.
د دغو سياليو نندارې ته ته د ښوونځيو پر زده کوونکو سربيره نور ننداره کوونکي هم ورغلي ول.
د لوبو په پای کي غوره لوبغاړو ته جايزې هم ورکړل سوې.