1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي امنيتي انديښنی زياتي شوي دی

۱۳۸۹ تیر ۱۳, یکشنبه

د هرات امنيتي چارواکي: « 18 کيلوګرامه چادونکي توکي چي د شينډنډ څخه هرات ته ليږدول کيدل نيول شوي دي. په يو بله پيښه کي په يو موتر کي 17 تومانچي، د کلاشينکوف په زر ګونو مرمي او نور مهمات ونیول شول.»

https://p.dw.com/p/OAV8
د هرات د زنده جان د ولسوالي يو اوسيدونکي د زور پالونکو د فعاليتونو څخه انديښنه لري
د هرات د زنده جان د ولسوالي يو اوسيدونکي د زور پالونکو د فعاليتونو څخه انديښنه لريانځور: AP

دهرات شينډنډ ولسوال لعل محمد عبدالرحيمزي آلمان غږ راډويو ته وويل چي دوه تنه يي په داسي مهال ونيول چه د فرسي ولسوالي ته يي له مسافروړونکي موټره په استفاده د دولت مخالفو وسله واله سړيوته يي وسلي اومرمي ليږدولي. عبدالرحيمزي وويل: « 17 تومانچيي، د کلشينکوف مرمي له دو تنو سړيو سره ونيول.»

دشينډنډ ولسوال زياته کړه نيول شوي وسلي مخالفينولومړي فرسي، بيا په ګاونډ غورولايت ته د طالبانوجنګياليوته وړي.

که څه هم وسله واله طالبانو د دغي پيښي په اړوند تر اوسه پوري غبرګون نه دي ښکاره کړي، خو په همدغه ورځ په بله جلا پيښه کي ملي امنيت اداري يو«کرولا ډوله موټر کی خبريالانوته وښوده چه مينونه پکي عيار اود ريموټ کنترول په زريعه چاودني ته تيارکړي شوي وه.

د ملي امنيت اداري مامورين د دندو د اصولوله مخي نوم اوغږ خبريالانوته نه ورکوي خود يوي خبرپاڼي په خپرولوسر ه يي وويل چي په دغه ګړندي موټرکي 18 کيلو چاوديدونکي مواد د شينډنډ د چمبرانوسيمه کي د طالبانوله خواځاي په ځاي ،هرات ښارته د راتلوهڅه يي کوله چه د دوي کشفي عملياتو په ترڅ کي مخکی له دي چه د انفجارګټه تري واخيستل شي، کشف اومواديي شنډ شول.

خبرپاڼه کي پيښي سره د تړاو د چا د نيولو خبره نه ده ياده شوي. . خو دومره ويلي دي چي موضوع يي د پوليسوترتعقيب لاندي دي.

په هرات کي دغه وسلي او چاوديدونکي مواد په داسي مهال پوليس نيسي چه د تيرو دري ورځو راپه دي خوا د ښار بيلابيلي برخي خو چاودنو ناآرامه کړي دی او د مامور ينو په وينا بيلا بيلو پيښوکي 8 ملکي کسان ټپيان شوی او يوتن يي ووژل شو.

د وروستي پيښي مسوليت چه ولسي جرګي ته د يوه نوماند عبدالحليم د ټاکنيزه تبيلغاني کمپاين مرکز په وړاندي وشو، د طالبانو يو وياند په غاړه واخيست. طالبانو ادعا کړي چي په دي حمله کي پنځه تنه پوځيان وژلي دي .

خو دهرات د پوليسود قومانداني مر ستيال ټپيان دري ته ملکيان ياد کړي دي کوم چه يو يي د شنبي په سهار يي روغتون کي له خپلو ټپونو مړ شو.

پوښتنه داده چه دا ډو ل تهديدونه به خلک اونوماندان له ټاکنوپه شاه کړي که څنګه ؟ دعبدالحليم دټاکنيزه تبليغاتي کمپاين مشرحاجي عبدالجليل د آلمان غږ راډويو ته وويل چي هغوي د « دښمنانو له حملو او له ګواښو څخه ويره نلري.»

هرات چه دافغانستان په غرب کي تيرمهال د هيواد په کچه نسبتا امن ولايت ياديده ورستي اوني کي د چاودنو او د ياغيانو د فعاليتونو شاهد دي.

دملي امنيت يوه مامور د نوم اوغږ نه خپرولو په شرط په شخصي ډول د آلمان غږ راډيو ته وويل: « د وروستيو نا اراميو دليل دي چي پارلماني ټاکنو لپاره تياري پيل شوي او نوماندانو خپلي مبارزي شروع کړي دي.» هغه زياته کړه چي ياغيان غواړي چي دغه ټاکني له ګډوډيو سره مخامخ کړي خودولت خپل امينتي تدبيرونه نيولي دي.

که څه دغه دولتي مامورطالب ياغيان په هرات کي ضعيف وبلل او زياته يي کړه چي ټاکني به په سوله ايزه فضاکي ترسره شي،خو وروستيوچاودنو ښاريان لږترلږه انديښمن کړي دي.

شريف شرفيار

کتونکی: عبدالباری حکيم