1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي افغانۍ په خپله مرکزي بانک نه غواړي

۱۳۸۹ شهریور ۱۶, سه‌شنبه

په هرات کي ولسي خلک، کسب ګراوصرافان د افغانيو د بانګ نوټونو له زړښت څخه شکايت کوي او وايي په ورځينو معاملو کي نه ځني منل کيږي.

https://p.dw.com/p/P5pl
په غرب زون کي د بانکونو ريس انورشاه يوسفي دا ستونزه مني
په غرب زون کي د بانکونو ريس انورشاه يوسفي دا ستونزه منيانځور: AP

دوی وايي د لس ګون، څخه بيا ترسلګون پوري افغاني پيسې زړې سوي او په ورځنيو معاملو کي يې ډير تاواني کړي دي.

په خراسان مارکيټ کي صرافان تر عامو خلکو ډيري ستونزي لري. هغوی وايي چي زړې پيسې په خپله مرکزي بانک نه ځني قبلوي.

په غرب زون کي د بانکونو ريس انورشاه يوسفي دا ستونزه مني خو ښاريان هم د افغانيو په بېغورۍ کي ملامت ګڼي.

«مرکزمو په جريان کي اچولي د يوې مياشتي په دننه کي به نوي پيسې راسي اوزړې افغانۍ به ټولي کړو»

يوسفي د خبرو په دوام ښاريان د افغانيو پيسو په وړاندي بيغوره وبلل زياته يې کړه ساتنه کي يې بې باکه دي. هغه وويل چي ځنيي ځوانان د رنګ پاشلو په زريعه، يا هم د لاسليک په کلوسره د نوټ اصلي بڼه له منځه وړې.

« که خلک خپله پام ونه کړي اود پيسو د ساتني کلتورزده نه کړي هرکال نوي پيسې چاپ سي بيابه هم دا ستونزه دوام ولري»

هرات، يو سودا ګريزه ښاردی ايران اوترکمنستان هيوادونو سره د ګډي پولي په شتوالي په ګمرکونوکي ډيري پيسي لاندي باندي کيږي ځکه نود نوټونو د زړښت يولامل يي هم همدغه ياد سوی.

د افغاني بانک نوټو څخه د چاپ په لومړي سر کي خلکو شکايت درلودی چي ډير ژر زړيږي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل