په هرات او غور کي ۲۱ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې
۱۳۹۵ شهریور ۸, دوشنبهد غور ولایت مسئولین وايي چي د دوشنبې په ورځ سهار لس بجې د هرات – غور پر لویه لاره د ملکي وګړو د سوارليو فلا نکوچ موټر د غور په بره خانې سیمه کې د سړک تر څنګ پر ایښودل شوې ماین برابر شوی چې له امله یې څوارلس تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وا وښته.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل: «په دې چاودنه کې څلور تنه ملکي وګړو ځاې پر ځاې ژوند له لاسه ورکړې او لس تنه نور ټپیان دې چې په ټپیانو کې هم د ځينو کسانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی.»
خطیبي وايي فلانګوچ موټر له غور څخه هرات ته پر لاره وو چې پرې چاودنه وشوه.
دی وايي، ټپیان د غور مرکز چغچران ښار ځايي روغتون ته لیږدول شوې چې پکې ښځي او ماشومان هم شامل دي.
له خواه د پیښې عیني شاهد سلیمان چې د هرات غور پر لویه لار ټونیس موټر چلوي وايي، چاودنه د برخانې په تنګک سیمه کې رامینځ ته شوه.
دی وايي زما ټونیس موټر د یاد سپین رنګې فلانکوچ موټر تر شاه په یوو کیلومتري واټن کې روان وو چې ناڅاپې د یاد سپین رنګې فلانګوچ د شاه ټیر پر ماین برابر شوو او چاودنې ټول سوارلې مړه او ټپیان کړل.
سلیمان وايي، زیاتره هغه سوارلي سخت ژوبل شوې او مړه وه چې د موټر په ورستیو څوکیو کې سپاره ول او سیمه د غور مرکز سره نیږدې وه نو له همدې امله ټپیان ژر تر ژره د پولیسو او سیمه ایزو خلګو په مرسته دغور مرکز ته ولیږدول شول.
له خوا نن سهار د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې هم د سړک غاړي ماین چاودني د دوو تنو ملکي وګړو ژوند واخیست او په بله چاودنه کې بیا دوه تنه طالب وسله وال هغه وخت ووژل شول چې پر موټرسایکل يې ماین انتقالاوه.
د هرات د پولیسو ویاند سمنوال عبدالروف احمدي دويچه ويله ته وويل: «د دوو ملکي وګړو او دوو طالبانو د وژل کیدو ترڅنګ د شینډنډ په پرمکان سیمه کې پر نورو طالبانو هم ماین چاودلی او دري تنه ټپیان شوي دي.»
د یادولو وړ ده چې په غرب زون کې ډیری وختونه د سړک غاړي ماین چاودني رامینځ ته کیږې چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترڅنګ زیاتره وختونه بېګناه ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبلې اړوې.
تر اوسه د غور او هرات د ماین چاودونو پړه کوم چا پر غاړه اخیستې نه ده او نه هم څوک په دې تړاو نیول شوي دي.