1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هایتي کې د طوفان وروسته بیړنۍ حالت اعلان شوی دی

۱۳۹۱ آبان ۱۴, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16cZU

د هایتي دولت د سنډي په نوم د طوفان په وجه د رامنځ ته شوو زیانونو له امله په هیواد کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی. د دغه هیواد د مخابراتو وزیر د څرگندونو پر اساس هیواد یې د قحط له گواښ سره مخامخ دی، ځکه چې د سخت باران او طوفانونو له امله د زراعتي حاصلاتو لویه برخه له منځه تللې ده.

د «له نوویلسته» (Le Nouvelliste) په نوم ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې د خوراکي توکو د تأمین په برخه کې د همغږۍ دفتر د ارزیابې له مخې د سنډي په نوم طوفان شاوخوا د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تاوان دی او د بیړني حالت اعلان دولت پر دې قادروي چې د قحط د گواښ په مقابل کې اړین اقدامات تر سره کړي.

په دغه هیواد کې د طوفان له امله شاوخوا ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او نور په زرونو کسان بې کوره شوي دي. تر دې دمخه په هایتي کې په ۲۰۱۰م کال کې بیړنۍ حالت اعلان شوی وو. په دغه وخت کې د هایتي هیواد یوې زورورې زلزلې لړزولی وو چې په پایله کې یې ۲۲۰ زره تنه وژل شوي وو.