1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هايټي کي تر زلزلې يو کال وروسته څه تيريږي

۱۳۸۹ دی ۲۲, چهارشنبه

د نن څخه پوره يو کال د مخه د مرکزي امريکا د وچي د هايتي ټاپو يوې سختي زلزلي له خاور سره برابر کړی او نه يوازي د بې وزله خلکو د خټو کورونه، بلکي پخې ودانۍ او آن د جمهوري رياست سپينه ماڼۍ هم راوپرځوله.

https://p.dw.com/p/Qqr3
سر بيره پردې په هايټي کي وروسته له هر باران څخه سخت سيلابونه رامنح ته کيږي
سر بيره پردې په هايټي کي وروسته له هر باران څخه سخت سيلابونه رامنح ته کيږيانځور: AP

د هايټي د زلزلې شاوخوا يو مليون قربانيان تر اوسه لا بې سرپناه دي. د کولرا ناروغي لا تر اوسه په بشپړه توګه تر کنترول لاندي نه ده راوستل سوې، ښايي څلور مياشتي نور هم وخت ونيسي.

سر بيره پردې په هايټي کي وروسته له هر باران څخه سخت سيلابونه رامنح ته کيږي. د زلزلې د ورانيو د ودانولو کار روان دی، خو لا تراوسه ډير خنډونه په مخکي کي پراته دي.

په هايټي کي د بې سرحده ډاکترانو د آلمانۍ څانکي. مشر، Frank Dörner شکايت کوي: چي تير کال ډيرو مؤسسو چي د مرستو لپاره ملا تړلې اوس پر شا سوي دي او د زلزلي قربانيان يي يوازي پريښي دي.

دا چي په هايتي کي په څه تعداد مرستندويه سازمانونه پاته دي، سړی يوازي اټکل کولاي سي. هغه چي پاته هم دي د هغوی د کارونو ترمنځ همږغي نه سته.

هايتي بې وزلي هيواد ؤ خو د تير کال زلزلې هغه نور هم بې وزله کړی. په عين وخت کي د هايتي سياسي وضعيت لا تر اوسه تت او مبهم پاته دی. د جمهوري رياست لپاره د ټاکنو نتايج لا تراوسه معلوم نه دي، چي څوک د دغه هيواد راتلونکي ولسمشردی. دا هغه بله ستونزه ده چي د زلزلې د ناورين څخه وروسته د هايتي د ورانيو د ودانولو په وړاندي پرته ده.

څه موده د مخه د هايتي ډيرو خلکو د بيارغاوني د کارونو څخه د ناخوښۍ له امله په احتجاجونو لاس پوري کړی. که څه هم اوس کراري سوې، خو د بيارغاوني کارونه هسي پر مخ نه دي روان، لکه خلک چي يې تمه لري.

د هايتي د تير کال په زلزله کي 230 زرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی، کابو يو نيم مليون خلک بې سرپناه سول. خو تر ټړلو اوس سخت ژوند هغه هايتيان تيروي چي په دې زلزله کي خپل لاس، پښي او يا د بدن نور اندامونه له لاسه ورکړل.

د هايتي د ټولو ستونزو او ورانيو سره سره، يو ښه خبرچي له دي هيواد څخه اوريدل کيږي، دا دی چي لږ تر لږه د تباه کونکي زلزلزې څخه يو کال وروسته اوس زده کونکو ته بيرته د زده کړي شرايط برابر سوي دي او د ډيرو ښوونځيو دروازې بيرته پرانيستل سوي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل