1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هامبورگ کي د مهاجرو ترمنځ اخ و ډب

۱۳۹۴ آذر ۲۳, دوشنبه

په هامبورگ کي د مهاجرو په يوه کمپ کي د مهاجرو ترمنځ اخ و ډب کي څو کسان مهاجر او پوليس ټپيان سوي دي. دغه اخ و ډب د اريتريا او سوريې د مهاجرو ترمنځ پيښ سوی.

https://p.dw.com/p/1HN4W
Eingang zur Flüchtlingsunterkunft Kassel-Calden
انځور: picture-alliance/dpa

د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۳مه) په هامبورگ کي د مهاجرو په يوه کمپ کي د اخ و ډب پرمهال مهاجر او پوليس ټپيان سوي دي. د پوليسو د معلوماتو له مخي دغه شخړه د شنبې ورځي له شخړي سرچينه اخيستې.

د هغو معلوماتو له مخي چي پوليسو رسنيو ته ورکړي دي، د ايتريا يوه مهاجر د کمپ پر ستانوکي د حملې په سبب د مهاجرو يوه بل کمپ ته بايد انتقال سوی وای. د پوليسو په خبره د شنبې په ورځ د دغه مهاجرو وطنوالو د دغه کار په اعتراض کي د کمپ پر ساتونکو حمله کړې.

په دې ترڅ کي د سوريې مهاجر د کمپ د ساتونکو ملاتړ کړی چي په دې سره د پنځوسو مهاجرو ترمنځ اخ و ډب پېښ سوی دئ.

د يکشنبې په ورځ بيا د دواړو ډلو ترمنځ چي له ۶۰ څخه تر ۸۰ تنو پوري ول يو پر بل باندي هجوم ور وړی او په لگرو او ډبرو سره يو پر بل وارونه کړي دي.

د دغه اخ و ډب په جریان کي امنيتي ځواک هم کمپ ته ننوتی. په دغه اړو دوړ کي پنځه ساتونکي او د کمپ دوه اوسېدونکي ټپيان سوي دي. پوليسو د حمله کوونکو لس کسان د لنډي مودې له پاره نیولي دي.

دا لومړی وار نه دئ چي په آلمان کي د مهاجرو ترمنځ اخ و ډب پيښېږي. څه موده مخکي په برلين کي هم د مهاجرو په یوه کمپ کي جنگ سوی وو.