1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هالند کې پارلماني ټاکنې پیل شوې

۱۳۹۵ اسفند ۲۵, چهارشنبه

په هالند کې د نوي پارلمان د ټاکلو له پاره انتخابات روان دي. آيا ښي اړخه عوام پالونکي به د ډيرو رايو په لاسته راوړو بریالي شي؟ د هالنډ د ټاکنو پايلې د اروپا له پاره برخه لیک ټاکونکي دي.

https://p.dw.com/p/2ZBoC
Niederlande Wahlplakate
انځور: Reuters/M. Kooren

د هالند پر کابو ۱۳ ميليون وګړو د چهارشنبې په ورځ په پارلماني ټاکنو کې د ګډون غږ شوی. دير لږ داسی  پيښ شوي چې د هالند ټاکنو ته په نړيواله کچه په دومره تلوسې سره انتظار وايستل شي. په فرانسه او آلمان کې تر ټاکنو د مخه اروپا په تيره بيا د ګيرد ويلدرز، د ګوند نتايجو ته په انتظار ده. دغه ښي اړخه عوام پال د خپلې ټاکنیزې مبارزې په اوږدو کې د اسلام، مهاجرت او اروپايي ټولنې پر ضد غږ پورته کړ. ده د يوه ټاکنيزې غونډې په ترڅ کې وويل: «هغه څه ته چې زه یې له پاره مبارزه کوم دا دي: غواړم هالنديان بيرته يوه هوسا ژوند ته را ورګرځوم او هالند بيرته دوی ته ورکړم. او که موږ په دې تاريخي او حساسو ټاکنو کې هم څه ونه کړو نو بیا به موږ نور شتون ونه لرو.»

په هالند کې میشت افغان د ټاکنو په اړه څه وايي؟

دا ويره موجوده ده چې د نوموړي د ګوند بريا به د نورو اروپا مخالفو غورځنګونو او ګوندونو له پاره متحرکه قوه ثابته شي. د هالند لومړي وزیر مارک روته، پر خپلو هيوادوالو غږ کړې چې په اروپا کې دې «ناسمې عوام پالنې» ته د رد ځواب ورکړي. نوموړي په عين وخت کې د خپل ځان په ګټه کمپاين وکړ: «که خلک يوه مشر ته اړتيا لري نو سترګې یې ماته را اوړي.»

هغه وویل: «زه په ځانګړي توګه هالندي ولس ته د خپل پيغام د رسولو له پاره هلې ځلې کوم. زه هڅه کوم د زيات نه زياتو خلکو سره د هالند د راتلونکې په اړه خپل نظرونه شريک کړم، نه يوازې د يوه ځانګړي همکار سره.»

د هالند لومړي وزیر انتخاباتي مبارزې ته د ويلدرز، سره د دوو کسانو نيغ په نيغه مقابلې بڼه ورکړې وه او دا ټاکنې یې د ثبات او انارشۍ يا ګډوډۍ ترمنځ پريکړه بللې ده. دواړو سیالو دوه ورځې تر مخه په يوه تلويزيوني مناظره کې پر يو بل کلک لفظي ګوزارونه وکړل.

د ویلدرز پروګرام پر مسلمانانو مهاجرو بندیز، په هالند کې د ټولو جوماتونو بندول او داسې نور اقدامات شامل دي چې ځينې هالنديان یې د ده پلويان کړي خو د نورو له پاره بيا د انديښنې باعث شوي. يوه هالندۍ په دې اړه وايي: «هغه پنا غوښتونکي چې د مهاجرو په توګه منل شوي هغوی ته د يوه هالندي  څخه زيات امتيازات ورکړل شوي دي. دا يوه وجه ده چې موږ  ويلدرز ته رای ورکوو.»

له ترکیې سره په لانجه کې

د انتخاباتي مبارزې وروستۍ ورځې د ترکیې سره د يوې بې ساري ديپلوماتيکي لانجې تر اغیز لاندې راغلې. دې شخړې د هغې وروسته زور واخيست کله چې په هالند کې د دوو ترکي سياستوالو د غونډو مخه ونيول شوه. سياسي څارونکي په دې باوري دي چې لومړی وزیر مارک روته، د ترکیې پر وړاندې د خپل مستقل دريځ سره وکولای شول د ډيرو رای ورکونکو په زړه کې ځای خپل کړي.

د نظر پوښتنو په حواله دې کار د ويلدرز د «آزادۍ له پاره ګوند» له پاره ښې پايلې نه درلودلې. دغه ګوند اوس ښايي د کابو ۱۳ يا ۱۴ سلنه رايو په ترلاسه کولو حساب کولای شي. برخلاف د روته ښي اړخه ليبرال حکومتي ګوند (وي وي ډي) بيا د بريا د ښه چانس سره په ټاکنو کې برخه اخلي.

له ويلدرز سره همکاري ممکنه نه ده

په راتلونکي حکومت کې د ويلدرز شامليدل له امکانه وتلې خبره ده. تقريباً ټولو ګوندونو له نوموړي سره په یوه ائتلاف کې شامليدل رد کړي دي. ويلدرز په دې وروستيو کې تل پر دې ټينګار کوي چې له اسلام سره بايد مبارزه وشي او په دې ترڅ کې له هرې وسيلې کار واخيستل شي.

زياتره انتخاباتي مرکزونه د سهار پر اووه نيمو بجو پرانستل شوي دي. خو په ځينو ځايونو کې حتی رای اچونکو کولای شول د نيمې شپې را وروسته خپله رای ورکړي. د انتخاباتو لومړۍ پايلې به د ټاکنو د مرکزونو تر بنديدو وروسته د شپې په نهو بجو په ډاګه شي.

په روانو ټاکنو کې ۲۸ ګوندونه او ډلې برخه اخلي چې دا د هالنډ په تاريخ کې يو بې ساري کار دی. د نظر پوښتنو په حواله تر ۱۴ پورې ګوندونه په رښتيا کولای شي د دنهاک پارلمان ته لاره پيدا کړي. په هالنډ کې لکه د آلمان د ۵ سلنه رايو د ترلاسه کولو کوم شرط نشته.