په نیپال کې سخته زلزله رامنځ ته شوې ده
په نیپال کې د سختې زلزلې له کبله د رسمي ارقامو له مخې لږ تر لږه ۷۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نور په سلگونو کسان ټپیان شوي دي.
پلازمینه کتمندو گرد او غبار پوښلې
د نیپال پلازمینه دوړو پوښلې. د دغه زلزلې مرکز له پلازمینې څخه ۸۰ کیلومتره واړاندې وو. دغه زلزلې هند او بنگله دیشه هم لړزولی دی.
ویجاړې شوې ودانۍ
دغه زلزلې د ریشتر پر مقیاس ۷،۸ درجې شدت لاره. دغه زلزلې په نیپال کې ډیرې ودانۍ ویجاړي کړي دي، چې پکښې لرغوني ودانۍ هم شاملي دي. په سړکونو کې درزونه شوي دي او د ترافیکو تگ راتگ یې درولی دی. د دغه هیواد یوازینې نړیوال هوايي ډگر هم تړل شوی دی.
د ژوندي پاتې شوو کسانو لټون
په کتمندو کې خلک د یوې ودانۍ تر خرابیو لاندې د ژوندي پاتې شوو کسانو لټون کوي. د نیپال د کورنیو چارو وزارت انديښنه لري چې ښایي د وژل شوو کسانو شمیر لوړ شي.
لومړنۍ طبي مرستې
د منموهن خیره روغتون مخې ته روغتیاپال له ټپی شوو کسانو لومړنۍ مرستې کوي.
ویره او خفگان
ژوندي پاتې شوي کسان له یو بل سره مرسته کوي. ډیری کسان د خپلو کورنیو او دوستانو په هکله اندیښمن دي. د همالیه د غرونو چارچاپیره سیمه په ځانگړې توگه د زلزلو له پاره خطرناکه گڼل کیږي.
ویجاړ شوي لرغوني آثار
د زلزلې له کبله په کتمندو کې «دوربار میدان» ته هم سخت زیان اړولی دی. دغه ځای د ملگرو ملتونو د یونیسکو د نړیوالو لرغونو آثارو په نوملړ کې راځي.
برج په خرابیو واوښت
په کتمندو کې په زړه راښکونکو ځایونو کې یو هم د «داراهارا» نهه پوړیز برج وو. هغه د زلزلې له کبله نړیدلی دی او اوس یوازې په یوه خرابه اوښتی دی.
د کتمندو معماري
دغه برج د بهمسن په نوم هم مشهوره وو په ۱۸۳۰م کال کې د نیپال د لومړي وزیر تاپا، په وخت کې جوړ شوی وو. دغه برج شکل اسلامي مینارونو ته ورته وو.
پوره زیانونه لا نه دي معلوم
په انځور کې لیدل کیږي چې خلک په خپل گاونډ کې د زلزلې له کبله رامنځ ته شوې ویجاړۍ ویني. د دغه ناورین کچه لا تر اوسه نه شي اټکلیدای.