1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نیپال کې د الوتکې د رالویدو له امله ۱۹ تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ مهر ۷, جمعه
https://p.dw.com/p/16Gr1

په نیپال کې د یوې کوچنې مسافر وړونکې الوتکې د رانسکوریدو له امله ۱۹ تنه وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې دغه الوتکه د پرواز د پیل یو لږ څه وروسته رالویدلې ده. د رپوټونو په حواله په وژل شوو کسانو کې بریتانوي، چینایي او ایټالوي اتباع شامل دي.

د پولیسو په وینا د سیتا په نوم د هوایي شرکت دغه دوه ماشینه مسافر وړونکي الوتکه د نیپال د پلازمینې څخه د لوکلا پر لور والوته او یو لږ څه وروسته هوایي ډگر ته څیرمه په یوه میدانۍ کې بیرته رانسکوره شوه. زیاته شوې چې په دغه وخت کې هوا هم صافه وه، خو لا تر اوسه د الوتکې د رالویدو علت نه دئ معلوم شوی.