1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نژدې ختيځ کي د سوريې شتون ډير اړين دی

۱۳۸۷ آبان ۲۹, چهارشنبه

د برتانيې د بهرنيو چارو د وزيرپه خبره سوريه که څه د منفي او يا مثبتي لاري څخه وي په سيمه کي د هغې سره اړيکي ساتل مهم دي

https://p.dw.com/p/Fy5C
د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ملي باند
د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ملي باندانځور: AP

دسوريې لپاره دا کتنه له هغه تجريد اوګوښه کولو څخه چي لويديز پري لګولي د ي د راوتلو په لار کي يو بل ګام بلل کيداي شي. د فرانسې له جمهور ريس نيکولاسرکوزي سره په اوړي کي د سوريې د جمهور ريس بشر ا لاسد کتنه، او د امريکا د متحده ايالتونو د نوي جمهور ريس په توګه د اوباما د ټاکل کيدو په باره کي د هغه هيواد مثبتي تبصرې ددې نښه ده چي سوريه غواړي نړيوالي صحني ته بيرته ستنه شي.

د انګلستان د بهرنيو چارو د وزیر ديويد ملي باند، په نظر دا د اروپا له علاقو سره هم سمون لري.دي وايي: «سوريه د نژدې ختيځ د ثبات لپاره څه له مثبتي اوڅه له منفي خواڅخه ډيره مهمه ده. زه دايو نيم کال کيږي چي دهغه هيواد دبهرنيو چارو له وزير سره په تيره بيا د تروريزم ، عراق،او د سولي د لړۍ په هکله خبري کوم.دغه خبري موږ نورهم وړاندي بيولای سو.»

پر سوريې باندي د امريکا د متحده ايالتونو لخوا د ايران، له حزب ا لله سره چي له سياسي اوپوځي پلوه ډير زوروردی، اوله حماس سره چي په غزې کي د ترور مرکز بلل کيږي، د نژدې اړيکو له امله مهر لګول کيږي، سوريه له لويديز او اوباماڅخه هيله لري چي ددغه هيواد په لوري يوګام ورواخلي،دا د کورني سياست له مخه هم ډيره مهمه خبره ده ځکه چي20 مليونه سوريايان دبوش دحکومت لخوا لګول سويو بنديزونو له امله ډير رنځونه ګالي. دوي د فضا دلږڅه ښه کيدو، ددغه ځوان سوريايي په شان ښه اوتود هرکلی کوي.

سوريه پدې باندي پوهيدلې ده چي لويديز هغې ته دسيمه ايز مهم قدرت په حيث په جدي سترګه ګوري.او فکرکوي چي که سړی وغواړي د سولي اوثبات په برخه کي پرمخ ولاړسي بايد له سوريې سره خبري وکړي.

دکورني سياست له مخه اسد دخپلو استخباراتو په مرسته هماغسي دقوي لاس حکومت چلوي. د بسشري حقونو ټولني امنستي اينترنشنل دا خبره دانګلستان لمړي وزیرته ورپه ياد کړې ده چي همدا لږه موده دمخه دهغه هيواد دحکومت مخالفين ددې لپاره چي د بيان د آزادۍ او د راغونډيدو د آزادۍ له حق څخه يې ګټه اخيستې وه په بند باندي محکوم سوي دي. اوځني نور په بنديخانه کي ددې لپاره ناست دي چي له لبنان سره يې دسوريې د بهترو اړيکو دټينګولو تقاضا کړي وه. پداسي حال کي چي اسد،دا کار دلويديز د غوښتنو په پام کي نيولو سره وکړ دهمدې لپاره د انګلستان د بهرنيو چارو وزیر پداسي حال کي چي د وګړو دحقونو مدافعين لا په بنديخانوکي ناست دي د سوريې دحکومت ستاينه کوي.