په نړۍ کې د ودونو مختلف فرهنګونه
د ودونو فرهنګونه په هر هیواد کې توپیر لري. په دې انځوریز البوم کې په مختلفو هیوادونو کې ودونو فرهنګ او دود ته کتنه کوو. انځورونه يې دلته وګورئ:
د سویډن شاهي واده
په ټوله نړۍ کې د ودونو فرهنګونه او دودونه له یو هیواد څخه تر بل هیواد پورې توپیر لري. د سویډن په سټوکهولم کې بریتانوي الاصله امریکايي او سویډنۍ ملکې د خپل واده تر مخه د یوه عنعنوي واده په مراسمو کې برخه اخلي. د لیسنګ په نامه په دې مراسمو کې جوړې خپل ودونه اعلانوي.
د کورنیو لخوا د ډالیو ورکړه
په جنوبي کوریا کې اوس هم ځینې ځوانې جوړې په زاړه رواجونو ودونه کوي. له دې مراسمو مخکې، د زوم او ناوې ترمنځ ځینې ډالۍ هم تبادله کیږي.
ملغلرې او قیمتي ګاڼه
په تونس کې ناوې ګانې معمولاً د «کیسوه» په نامه عنعنوي جامې په تن کوي. په دې کالیو کې ملغلرې او قیمتې کاڼې اوبدل شوي وي نو له دې امله دا جامې ډیرې قیمتي دي. معمولاً د کیسوه په نامه دغه جامې کرايي وي او د یوې شپې کرایه یې د ۱۰۰ نه تر ۱۵۰۰ یورو پورې وي.
د موسیقي زور
په اتوپیا کې زوم د واده د غوښتنې له پاره د خپل کور غړی د ناوې کور ته لیږي. د واده په ورځ بیا زوم او د هغه د کورنۍ غړي بیا د موسیقۍ په غږولو سره د ناوې کور ته ورځي او ځان ښوونه کوي.
د ځان ښوونه
په ټایوان کې که څه هم زوم او ناوې خپل عنعنوي کالي اغوندي خو د عصري ودونو مراسم ډیر رنګه او لوړه موسیقي لري. له واده وروسته ناوې او زوم په ښار کې چکر وهي او خلکو ته ځان شيي. په دې دوران د خپلې نیکمرغۍ د سمبول له پاره په خلکو خواږه او چاکلیتونه پاشي.
د واده مساوات
په اروپا کې ودونه په بدلیدو دي. په دې وروستیو کې د وینسنټ او برونو بویلیو د نړیوالو رسنیو پام ځان ته اړولی وو دا ځکه چې د همجنس بازانو په کتار کې دوی د فرانسې لومړني همجنسبازه جوړه وه. په هالند کې بیا ګې میریج یا د نرانو واده له نرانو سره د لسو کلونو راهیسې قانوني کړل شوی دی.
د څو ورځو له پاره مراسم
په افغانستان، ترکمنستان او ایران کې د ترکمنانو ترمنځ واده او د واده مراسم ډیر ارزښت لري. د دوی د واده مراسم زیاتره درې یا څلور ورځې دوام کوي او بیا په ځینو پیښو کې لس بیلابیل مراسم ترسره کیږي.
د آسیایې وګړو ودونه
ډله ایز ودونه د نړۍ په کچه او په آسیا کې مخ پر ډیریدو دي. په دې انځور کې د هندوستان په کلکته ښار کې یو ډلیز واده ښوول کیږي چې له واده مخکې دوی خپل مذهبې مراسم پر ځای کوي. دغه راز ودونه د خیریه سازمانونو لخوا برابریږي ترڅو د ودونو مصارف ټيټ شي او خلک په آسانه ودونه وکړي.
په ودونو کې چیغې وهل
په آلمان کې ودونه تر ډیره ډیر مختصر وي او بیا وروسته په کلیسا کې د واده اصلي مراسم ترسره کیږي. د آلمان په ځینو برخو کې د ناوې او زوم د کور مخې ته د هغوی د کورنۍ غړي او ملګري لوښي ماتوي. زوم او ناوې اړ دي چې دا لوښي پاک کړي او دا د دې په معنی دي چې دوی خپل ګډ ژوند له ګډ کار کولو پیل کړي.