په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې کچه ټیټه شوې ده
۱۳۹۱ شهریور ۲۳, پنجشنبهاعلان
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې ویلي دي چې په ټولې نړۍ کې له ۱۹۹۰ کال راهیسې د ماشومانو د مړینې کچه ۵۰ سلنه راټیټه شوې ده.
خو اوس هم هره ورځ په ټولې نړۍ کې ۱۹۰۰۰ ماشومان مري. دغه ماشومان ډیر وخت د داسې ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د درملنې او یا هم مخنیوي وړ وي. د ماشومانو د مړینې یو بل لوی لامل ناوړه خاوړه دي.