په نړۍ کې ترهګریز بریدونه لږ شوی
۱۳۹۶ تیر ۲۹, پنجشنبهپه ۲۰۱۶م کال کې په ټوله نړۍ کې ترهګریز بریدونه په ټولیز ډول د ۲۰۱۵م کال په پرتله نهه سلنه لږ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا هم روښانه کړې ده چې د دغه شان بریدونو له کبله مرګ ژوبله په ټولیز ډول ۱۳ سلنه کمه شوې ده.
تیر کال په ټوله نړۍ کې تر ترټولو زياته مرگ ژوبله داعش ډلي رامنځ ته کړې ده. دغې ډلې د تیر کال په پرتله په عراق کې۲۰ سلنه ډیر بریدونه کړي چي پکښې د مرگ ژوبلي اندازه ۶۹ سلنه زياته شوې ده.
د امریکا متحدو ايالاتو له پاره د میرلند پوهنتون له خوا راټولې شوې شمیرې ښيي چې په ۲۰۱۶م کال کې په ټوله نړۍ کې ټول ټال ۱۱۰۷۲ ترهګریز بریدونه شوي چي پکښې تر ۲۵۶۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي. په دغو کسانو کې۶۷۰۰ پخپله برید کوونکي ول.
دغه بریدونه په ۱۰۴هیوادونو کې شوي دي، خو اکثریت یې بیا د عراق، افغانستان، هندوستان، پاکستان او فلیپین په ګډون یوازې په پنځو هیوادونو کې تر سره شوي دي. د ټولو بریدونو درې پر څلورمه برخه تلفات بيا په عراق، افغانستان، سوریې، نایجریا او پاکستان کې ول.
په رپوټ کې د ترهګرو د مخنیوي له پاره د سوډان د هڅو ستاینه شوې ده. تر دې مخکې امريکا دغه هیواد د ترهګرو د ملاتړې په توګه پیژانده. ایران او سوریه هغه دوه نور هیوادونه دي چې امریکا یې د ترهګرو د ملاتړو په توګه پیژني.