1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کې اوس هم ۱۵۳ ژورنالیستان بندیان دي

۱۳۹۴ آذر ۲۴, سه‌شنبه

د نړۍ په مختلفو برخو کې د ژورنالیستانو د کار شرایط له خطرونو سره جوخت دي. د بې سرحده ژورنالیستانو سازمان وايي چې همدا اوس څه د پاسه ۱۵۰ ژورنالیستان په زندانونو کې شپې او ورځي تیروي. ترکیه تر ټولو زیاته خطرناکه ده.

https://p.dw.com/p/1HNSa
Irak Pressefreiheit Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/M. Messara

د بې سرحده ژورنالیستانو سازمان (ROG) وايي چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ۱۵۳ ژورنالیستان د خپل کار په وجه زندانانو ته اچول شوي دي: په خاصه توگه د چین، مصر، ایران، اریتریا او ترکیې زندانونه له ژورنالیستانو ډک دي.

که چیرې د کال په اوږدو کې د ټولو ژورنالیستانو د بندي کیدو شمیر په پام کې ونیول شي، نو ترکیه هغه هیواد دی چی تر ټولو زیات ژورنالیستان یی بندیان کړي دي. د نړۍ د بندي ژوناليستانو۱۱ سلنه په ترکيه کې زنداني شوي دي. د بې سرحده ژورنالیستانو سازمان وايي دا وضعیت په ترکیه کې په ښکاره توگه د دولتي استبداد ویندويي کوي.

۵۴ ژورنالیستان اختطاف شوي

د سازمان د وینا له مخې په اوس وخت کې ۵۴ ژورنالیستان تښتول شوي دي: دا د ۲۰۱۴م کال په پرتله یو پردرې زیات دی. د ژورنالیستانو د اختطاف پیښي له کورنیو جگړو سره لاس او گرویان هیوادونو لکه سوریه، یمن، عراق او لیبیا کې ډیري زیاتي دي. د دې دلیل دا دی چې په دغو هیوادونو کې غیر دولتي ډلي له اختطاف سره غواړي چې خپلي واکمنۍ پر نورو په زور وتپي او آزاد غږونه په ستوني کې وچ کړي.

د بې سرحده ژورنالیستانو د مدیره هيئت ویاند، میخایل ریدیسکه وویل: «د اختطاف ویرونکی لوړ شمیر ښيي چې وسله والي ډلي، په خاصه توگه عربي کړکېچ ځپلو دولتونو کې، د انتقادونو او د خپلواکو معلوماتو د مخنیوي او ټکولو له پاره له هیڅ ډول ویرونکي او وحشیانه عمل څخه مخ نه اړوي.»

تروريستي ډله «اسلامي دولت» د ۱۸ اختطافي پیښو مسئولیت پر غاړه لري. دغه راز په یمن کې حوثي یاغیان د نهو ژورنالیستانو د اختطاف مسئول گڼل شوي او په سوریه کې د النصرې ډلي څلور ژورنالیستان اختطاف کړي دي. بې سرحده ژورنالیستان وايي چې د اختطاف شوو ژورنالیستانو ۹۵ سلنه د اړوندو هیوادونو ځايي او پاته پنځه سلنه يې بهرني ژورنالیستان دي.

خو د نړې په یو بل گوټ کې د ژورنالیستانو له پاره وضعیت تر یوې اندازې ښه شوی دی او هغه د اوکراین ختیځه برخه ده چې د ۲۰۱۴م کال په پرتله په زورزیاتیو کې کمښت راغلی دی. هلته سږ کال هیڅ ژورنالیست تښتول شوی نه دی.

د اختطاف پیښو ته په کتو سره سږ کال اته تنه ژورنالیستان لادرک دي چې د هغو د برخلیک په هکله هیڅ ډول دقیق معلومات نه شته.