1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي 860 مليونه انسانان د لوږي سره مخامخ دي

۱۳۸۷ تیر ۱۴, جمعه

يوازي په تېر کال کي د غلې او د لومړيو خوراکي موادو د بيي د بېساري لوړوالي له کبله نور 50 مليونه انسانان هم ورباندي اضافه سوي دي

https://p.dw.com/p/EWJ1
د لوږي سره مخامخ يو کوچينی د مرستي د ورجو د خوړلو پر مهال او شاته يي پلار په امبارو کي کرځي
د لوږي سره مخامخ يو کوچينی د مرستي د ورجو د خوړلو پر مهال او شاته يي پلار په امبارو کي کرځيانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

د اروپايي ټولني غوره سياستوالو د نړيوال خوراکي سازمان او د پر مختيايي هيوادونو د استازو سره يوه غونډه درلوده چي هدف يې « نړۍ څوک تغذيه کوي؟» پوښتني ته جوابونه ووايي.

د فرانسې د کرهڼي وزير ميشل بارنير چي اوس د اروپايي ټولني د کرهڼي د وزيرانو د شورا رييس دی وويل چي، نه د بنسټيز خپلواکتوب او نه د کرهڼي د توليداتو پر مخ د ملي بازارونو د تړلو سره څوک کولاسي چي، د اوږد مهال لپاره دغه ستونزه حل کړي.

د نړيوال خواراکي سازمان رييس ژاک ديوف وویل چي: دغه کميافته غذايي مواد به هغه وخت بیا ارزانه سي چي، د هغه توليد پراختيا وکړي. خو د دې لپاره بايد په شمال کي د کرهڼي شتمن هيوادونه او په جنوب کي بېوزله هيوادونه په بيړه سره يو د بل سره د همکارۍ نوی اړيکي ټينګي کړي.

د فرانسې د کرهڼي وزير ميشل بارنر
د فرانسې د کرهڼي وزير ميشل بارنرانځور: AP

د فرانسې د کرهڼي د وزير په نظر اروپايي ټولنه، د هغې د مدغم کرهڼيز سياست سره د افريقا لپاره يو ډير ښه مثال دی هغه وويل: « موږ د اروپا د تغذيې لپاره د يوه ګډ کرهڼيز سياست لپاره لاسونه سره يو کړل. دا د ګډي همکارۍ او د باور توب پر بنسټ ولاړ دی. دغه ډول منطقوي سيسټمونه بايد په نورو وچو کي هم د متقابلي همکارۍ پر اساس جوړ سي.»

د نړيوال خوراکي سازمان رييس ژاک ديوف نيوکه وکړه چي، په تیرو30 کلونو کي په پراختيايي مرستو کي د کرهڼي برخه ډيره کمه سوې ده. په دغه سکتور کي د پيسو او سرما يګذارۍ کمبود ليدل کيږي. نوموړي وویل چي: «دا په دوه اړخيزو مرستو کي هم يو عمومي لېوالتيا ده. سربيره پر دې پرمختيايي هيوادونه د خپلي کرهڼي د پراختيا او تمويل لپاره بېخي لږهلي ځلي کړي دي.»

په اروپايي ټولنه کي د پراختيايي مرستو کميسار لويي ميشل د پرمختيايي هيوادونو له حکومتونو څخه د هغوی د کروندګرو سره د زیاتي مرستي غوښتنه وکړه. هغوی تر هر څه د مخه ښې ترافيکي لاري او د زيرمي ظرفيتونو ته اړتيا لري.

د کرهڼي د چارو لپاره د اروپايي ټولني کميساري ماريان فيشر بول په پرمختيايي هيوادونو کي د کروندګرو لپاره د هر اړحيزو مرستو اعلام وکړی.

هغې وويل:« موږ غواړو چي دهغوی سره نغدي مرستي وکړو تر څو هغوی وکولای سي تخمونه او کيمياوی سري رانيسي. په دې ترتيب سره بايد چي هغوی خپل خلګ تغذيه کړي او هيله کيږي چي په ښارونو کي، هلته چي راتلونکی وجود نه لري، د هغوی د تښتي مخنيوی وسي.»

دغو کوچينيانو ته د ورځي يو وخت د نړيوال خوراکي سازمان لخوا شوله ورکول کيږي نور وخت وږي ګرځي
دغو کوچينيانو ته د ورځي يو وخت د نړيوال خوراکي سازمان لخوا شوله ورکول کيږي نور وخت وږي ګرځيانځور: AP

د مالي مرستو کچه به په راتلونکې اونۍ کي اعلام سي. لا اوس هم اروپايي ټولنه د کرهڼي په برخه کي د بودجې په ترتيب او تنظيم اخته ده. د اروپايي ټولني د اټکل د مخه دغه اوس څه نا څه 860 مليونه انسانان د لوږي سره مخامخ دي. د نړيوال خوراکي سازمان رييس ژاک ديوف وويل چي ، يوازي په تېر کال کي د غلې او د لومړيو خوراکي موادو د بيي د بېساري لوړوالي له کبله نور 50 مليونه انسانان هم ورباندي اضافه سوي دي.

د نړيوال غذايي سازمان رييس په نړۍ کي د غذايي موادو د بييو په لوړېدو کي، د ژر پر مختګ پر لوري هيوادونو کي د خوراکي موادو لپاره غوښتنه، د حاصلاتو خراپتيا، د هوا د حالاتو افراطي وضعيت او د انرژۍ د بوټو د کرني د زياتوالي مسؤل وګنل.

د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان منظم جان هولمز د صنعتي هيوادونو او د ژر پرمختګ پر لوری هيوادونو څخه غوښتنه وکړه چي، خپل پر هغه تصميم باندي چي د سون د موادو په عمومي مصرف کي د طبيعي سون موادو د کچي لوړول په سلو کي 10 دی، يو وار بيا فکر وکړي. د غيري حکومتي سازمانونو استازو پر دې باندي نيوکي وکړې چي ، په برازيل او اندونيزيا کي د حارې د سيمي ځنګلونه د انرژۍ د بوټو د کرني په خاطر له منځه وړل کيږي..