په نړۍ کي 33 مليونه انسانان د ايډس په وژونکې ناروغۍ اخته دي
۱۳۸۷ مرداد ۱۴, دوشنبهپه نړۍ کي ددغي ناروغۍ سره دمبارزې دپاره ټول اقدامات پر دې ټکو باندي څرخي چي، څنګه سړی ددې ناروغۍ دپراختيا مخنوی کولای سي او هغه کسان چي په دغه وژونکې ناروغۍ اخته سوي دي، هغوي ته څنګه ضروري درمل ورسیږي.
که څه هم ددغه کنفرانس په پرانستلو سره ديوې فاجعې يا بحران څخه خبري ندي سوي خو رښتيا خبره داده چي دغه بشري فاجعه لادوام لري او همدا اوس په ټوله نړۍ کي لږ تر لږه 33 ملیونه انسانان په دې ناعلاجه ناروغۍ اخته دي . اولا تر اوسه ددغه ميکروب سره دمبارزې لپاره کوم واکسين ندی پيدا سوی، ولي بیا هم په دغه ناروغۍ داخته ناروغانو ددرملني دپاره د پخوا په پرتله امکانات ښه سوي دي، او دا دهغوکسانولپاره چي پيسي لري.
دملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، په مکسیکوکي دايدز، دناروغۍ په 17 نړيوال کنفرانس کي وويل چي:« لا تراوسه هم ډير هيوادونه دهغه هدف څخه ډير لري دي چي ويل سوي و، تر 2010 ميلادي کاله پوري به دټولو هغه کسانو دپاره چي دبدني کمزورتيا یا د ايدز، په رنځ اخته سوي دي د درملني او د هغو لپاره چي په اخته کيږي د مخنیوي امکانات برابر سي.
د ملګرو ملتونو د غذايي پروګرام کارکونکی روبين لانديس،دلاتين امریکا په هيوادونوکي فقر، وزګاري او مهاجرتونه ددغه ناروغۍ دپراختيا موجبات وبلل
او ويي ويل:« دغذايي موادوکموالۍ ددغه ناروغۍ دپراختيا په لار کي يو ستر عامل بلل کيږي. په روان وخت کي په ټوله نړۍ کۍ دخوراکي موادو بيي لوړي سوي او له همدې امله ډير خلګ ددغي ناروغۍ ددرملني څخه لاس اخلي. خوار انسانان فکرکوي چي په هغه کمو پيسو سره چي دوی يې تر لاسه کوي،خپلو کورنيو ته خوراکي موابرابر کړي او که دخپلي ناروغۍ درملنه په وکړي. يا حتي ځیني داسي کسان هم سته چي خپل درمل بيرته خرڅوي ترڅو چي دخپلوکورنيو دپاره غذايي مواد برابر کړي.»
پخپله په مکسیکو کي چي دايدز، دناروغۍ 17 نړيوال کنفرانس به هلته دجمعې تر ورځي پوري دوام وکړي هم ددغه ناروغۍ سره دمبارزې په لار کي ډير خنډونه سته. مثلا په دغه هيواد کي کاتولیکي کليسا، له دې سره مخالفت کوي،چي که څوک دجنسي اړيکو په وخت کي دپوښ يا کوندوم څخه کار اخلي. ياداسي نور عوامل هم سته چي په دغه هيواد يا دلاتین امريکا په نورو هيوادونوکي دبدن دکمزورتيا دناروغۍ سره دمبارزې په لار کي خنډ بلل کيږي.
دمکسیکو د ښار کنفرانس ته زیاتره کارپوهان او هغه کسان راغلي دي چي دوی د ايدز، دناروغۍ پر ضدپه بيلابيلوکلتورونوسره مبارزه کول غواړي. او ددوی هڅه په دغه نړیوال کنفرانس کي دا ده چي ددغه تباه کونکي ناروغۍ سره په مبارزه کي نړۍ خپلي ژمني او مسولیتونه هير نکړي.