1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي ۲۴۴ میلیونه انسانان مهاجر شوي

۱۳۹۴ دی ۲۳, چهارشنبه

یوازې آلمان ته په ۲۰۱۵م کال کې تر یو میلیون ډیر انسانان را مهاجر شوي دي. د دې ۲۰۰ چنده یې بیا په ټوله نړۍ کې د جگړې، فقر او خرابو شرایطو له امله مهاجر شوي دي. ملگرو ملتونو د لازیاتو عاجلو مرستو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/1HcK3
Schneesturm Libanon 8.1.2015
انځور: picture-alliance/AP/Hussein Malla

د ملگرو ملتونو سازمان له خوا د ورکړل شوو شمیرو له مخې د تیرو کلونو په پرتله په ۲۰۱۵م کال کې په نړۍ کې د مهاجرو شمیر ډیر لوړ، یعنې ۲۴۴ میلیونو ته رسیدلی وو. د دغه سازمان په حواله له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسي په خپله خوښه یا په زور نورو هیوادونو ته د کډه شوو کسانو شمیر ۷۱ میلیونو ته رسیږي.

په دوی کې ۲۰ میلیونه داسي دي چې د جگړو له امله د خپل ټاټوبي پریښودو ته اړ شوي دي، چې اکثره یې د سوریې، افغانستان او سومالیا هیوادونو کډوال دي.

د هغو مهاجرو یوه پر دریمه برخه چې د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي اوس په اورپا کې ژوند کوي. امریکا متحد ایالات د ۴۷ میلیونه کډوالو په کوربه توب سره په نړۍ کې تر ټولو ډیر کډوال منلي دي.

د ملگرو ملتونو د عمومي مونشي ځانگړي استازي جان الییاسن وویل چې د نړۍ هیوادونه باید خپل د کډوالۍ سیاست مطمئن کړي او په خپلو سرحدونو کې منظم اصلاحاتي اقدامات عملي کړي. د مهاجرت بحران په اروپایې اتباعو کې ویره او کرکه خپره کړی ده. د دې ترڅنگ دغي اتحادیې د لبنان، اردن او ترکیې په څیر هیوادونو سره چې عاجلو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري خپلې مرستې کمي کړي دي.

د سوریې له پاره ځانگړي مرستي

د ملگرو ملتونو د عاجلو مرستو همغږي کوونکی شتیفن اوبرین، وایې چې په سوريه کې د کورنۍ جگړې له پیل راهیسې ملگرو ملتونو د دغه هیواد له پاره د نږدې اته میلیارده ډالرو مرستي غوښتنه کړې ده. د اوبرین، په خبره له دغو پیسو څخه ۷،۷۳ میلیارده ډالره (۷،۱ میلیارده يورو) یې ۲۲،۵ میلیونه سوریایې زیانمن شوو کسانو د مرستي له پاره اړتیا ده. نوموړي ټینگار وکړ چې: «د بل هر وخت په پرتله د سوریې خلک اوس ډیرو مرستو ته اړتیا لري.»

په سوريه کې د کورنۍ جگړی له امله ۱۳،۵ میلیونه انسانان په هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي. ۴،۷ میلیونه سوریایانو گاونډیو هیوادونو یا اروپا ته د ځانونو رسولو هڅه کړې ده، ځکه په دغه هیواد کې د ژوند شرایط ډیر خراب او د زغملو وړ نه دي.