په نړۍ کي پيښو ته لنډه کتنه
په نړۍ کي پيښو ته لنډه کتنه
د امريکا جمهور رئيس دونالد ترمپ داسي يو فرمان لاسليک کړی دی چي له مخي امريکا ته د ۷ هيوادونو وگړو ته د يوې مياشتي له پاره ويزې نه ورکول کيږي. دغه هيوادونه عراق، سوماليا، ليبيا، سوريه، ايران او يمن بلل سوي دي. ترمپ د خپل انتخاباتي کمپاين پرمهال ژمنه کړې وه چي امريکا ته به د غير قانوني مهاجرو مخنيوی کوي. ترمپ دغه راز له مکسيکو سره د دېوال پورته کولو سند لاسليک کړ.
په کويټ کي په لومړي وار پر دغه هیواد باندي د حاکم خاندان يو غړی اعدام سوی دئ. د کويت رسنيو خبر ورکړی دی چي ۶ نور کسان چي درې ئې ښځي او درې نارينه دي هم اعدام سوي دي. دغه ټول کسان د قتل او تيريو په تور اعدام سوي دي. په ادعدام سوو کسانو کي ۵ تنه د مصر، بنگله ديش، ايتوپيا او فيليپين وکړي ول.
د يوه راپور له مخي د جرمني حکومت پتېيلې ده چي د ۲۰۱۷م کال تر نيمايي پوري له اتريش سره په سرحد کي کنترول جاري وساتي. د اروپا د ځینو هيوادونو ترمنځ سرحدي کنترول په ۲۰۱۵م کال کي اروپا ته د مهاجرو بهران په پيل سره شروع سو. جرمني هم له اتريش سره پر سرحد له هغه وروسته کنترول پيل کړی چي ځينو مهاجرو دغه هيواد د ترانزيت په توگه کاراوه.
په ايټاليا کي تر واوري لاندي سوي هوټل کي ټول بند پاټه سوي مېلمانه او کارکوونکي وژل سوي دي. له دغي پيښي څخه ۱۱تنه ژوندي وتلي دي. تيره اونۍ په ايټاليا کي تر ۴ زلزلو وروسته واوري ښويدني رامنځ سوې چي په ترڅ کي ئې په يوه غرنۍ سمه کي دغه هوټل هم د واوري تر کوټي لاندي سو.
د رسنيو د راپورونو له مخي داسي ښکاري چي د امريکا جمهور رئيس دونالد ترمپ دي په يوه اجرايي فرمان سره يووار بیا د امريکا استخباراتي ادارې ته د «مخفي زندانونو» د جوړولو اجازه ورکړي. ترمپ له «ای بي سي نيوز»شبکې سره په يوه مرکه کي ويلي ول چي د پوښتنو گروېږنو هغه ډولونه لکه مصنوعي ډوبېدل (واتر بوردينگ) ملقاً اغېزمن ول.