1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي يو مليارد انسانان د لوږي سره مخامخ دي

۱۳۸۹ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

په شپيتمو کلونو کي چي د نړۍ د نفوسو شمير لا 3،3 مليارده وو، هر دريم تن د لوږې سره مخامخ وو، چي اوس دا شمير هر اووم تن ته رسېدلی دی...

https://p.dw.com/p/NkeT
لوږه په نړيواله کچه ورځ تر بلي ډيريږي
لوږه په نړيواله کچه ورځ تر بلي ډيريږيانځور: Deutsche Welthungerhilfe

د لوږي پر ضد د مبارزې د نړيوالي ټولني د مديره هيئت رئيس ولفگنگ يمن وايي«موږ پوهيږو چي د بې وزلۍ سره د مبارزې کلي په دې کي نغښتې ده چي، د زراعتي توکو د توليد کچه او د توليد زياتوالی، داسي لوړ سي چي موږ د طبيعی سرچینود مؤثرې او دغه راز ښې استفادې په برخه کي اوس بريالي سو.»

تر ټولو زيات دې ته ارزښت ورکول کيږی چې، خلک له خپل ځان سره د مرستې او د خپل ځان د اعاشې امکانات په لاس راوړی. يمن وايی چې زراعتی توليداتو ته په ملی او نړيواله کچه ځانګړې پاملرنه کيږی.

يمن وړاندې وايي، واقعيت دا دی چې په دې ترڅ کې زه د لوږې سره د مبارزۍ د ټولنې د هغو پروژو په اړه انديښنه لرم چې په اصطلاح په هغو له منځه تلونکو او يا ضعيفو هيوادونو کې شتون لری، چيرې چې سياسی او اقتصادی چوکاټ نشته:

«دا لکه سوماليا، سودان، زيمبابوې او دغه راز هايیتی او افغانستان غوندې هيوادونه دی. موږ له هايیتی نه د نژدې له منځه تلونکي دولت مثال اخيستلی شو.»

له لوږې سره د مبارزې د ټولنې مشره بابرا ديکمن په دې عقيده ده چې په تيره بيا په ضعيفو هيوادونو کې غير حکومتی سازمانونه ډير امکانات لری چې د ملکی ټولنې د پراختيا ملاتړ وکړی:

«او موږ له دې لارې د غير حکومتی سازمانونو د کار په اړه د پرګنو بنسټيز اعتماد او باور تر لاسه کوو. ځکه دا هم په ضعيفو هيوادونو کې يوه خاصه ده چې په دولتی مؤسسو څوک باور نه کوی.»

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند غړې ديکمن دا هم په ګوته کوی چې له بې وزلی سره د مبارزې او د سواد د زده کړې لپاره امنيت، بنسټيز شرط دی:

« له دې امله بايد دا زموږ موخه وی چې موږ د پوځی امنيت تر څنګ، چې د غير حکومتی سازمانونو له کار او امکاناتو څخه بهر دی، او په اوس وخت کې د آلمان د پوځ په غاړه دی، يوه ملکی ټولنه داسې جوړه کړو، چې وروسته کله چې ناټو له افغانستان څخه وځی، د پرګنيزی ټولنې جوړښت یې داسې پياوړې وی، چې حتی د خپل پوليس او پوځ په واسطه، خپله د خلکو امنيت په غاړه واخيستلی شی.»

ديکمن وايي چې له افغانستان څخه زر وتل به د افغانستان د خلکو لپاره يوه بدمرغي رامنځته کړی. له لوږې سره د مبارزې د ټولنې مشره په دې ډاډه ده چې په افغانستان کې د غيرحکومتی سازمانونو کار او د دولتی پراختيا د سازمانونو ګډ کار ته، له ډيرې مودې نه اړتيا ليدل کيږی.

Ripperger, Sabine/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل