په نړۍ کي نوي اقتصادي قدرتونه پيدا سوي دي
۱۳۹۰ بهمن ۲۰, پنجشنبهد آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله، د صنعتي کېدلو په درشل کي د هيوادونو د وروستيو کلنو اقتصادي او صنعتي پرمختګونه ګړندي او د حيرانتيا وړ وګنل.
ويسترويله وويل چي دغو هيوادونو په يوه لسيزه کي خپل اقتصادي پراختيا دوه برابره کړې ده. د هغه په خبره اوس چين د نړۍ په يو ستر اقتصادي ځواک بدل شوی دئ او په نړۍ کي نوو اقتصادي ځواکونو سرونه را پورته کړي دي.
هغه وويل چي دا هغه واقعيتونه دي چي د آلمان بهرنی سياست بايد د چلند لاري چاري ورسره پيدا کړي:
«پرمخ تلونکي هيوادونه اوس زموږ سره د جې شل په سر مشريزه کي د هم سويه همتاگانو په توګه د خبرو اترو ميز ته کښېني او د ويلو له پاره يو څه لري.»
ويسترويله زياته کړه چي صنعتي کيدونکي هيوادونه اوس د پرمختللو صنعتي هيوداونو په پرتله زياتي مالي زېرمي او پانګي په اخيتار کي لري او د نړيوال اقتصاد د ودي زياته برخه د هغوی په لاس کي ده:
«دا چي دغه بدلون د بهرني سياست او زموږ هيواد له پاره څه اهميت لري، دا هغه څه دي چي زموږ په نوي طرحه کي ورته ځواب ورکړل شوی دئ.»
د دغي طرحي جوړولو ډير وخت ونياوه. پوره ۱۸ مياشتي تيري شوې چي د آلمان د فدرالي حکومت اړوند وزيران وتوانيدل چي په هغه کي خپل نظرونه او دريځونه روښانه کړي. له صنعتي کيدونکو هيوادونو سره د آلمان د نوي همکارۍ ددغي طرحي لنډيز په يوه۶۰ پاڼه ييزه رساله کي راغلی دئ.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير يادونه وکړه چي د دغي طرحي زياتي برخي همدا اوس د آلمان د بهرني سياست يوه برخه جوړوي. د نړۍ يو شمېر ديپلوماتان اوس غواړي چي پوه سي چي آلمان تر دې وروسته د نړۍ په صحنه کي څه ډول نقش لوبوي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير ويسترويله وويل: «موږ هغو هيوادونو ته چي له اقتصادي لحاظه زيار باسي او خپلي هڅي ئې توندي کړي دي، په ډيره درنه سترګه ګورو. په دې هڅو سره هغوی اوس د نړۍ په صحنه کي نوي ځواکونه دي.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير له صنعتي کيدونکو هيوادونو سره د همکارۍ په اړه وويل چي لوېديځ بايد د نړۍ ټول قدرت د خپل ځان انحصار ونه ګڼي هغه کيدای شي چي له نورو سره«هم شريک» کړي.
آژانسونه/ عبدلباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل