په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه حيوانات
ډېر خلک له نهنگ او لړم څخه بيره لري. خوا په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه وژونکي حيوانات نه دي. په دې انځوريز راپور کي به په نړۍ کي ۱۱ خطرناکه وژونکي حيوانات در وپېژندل سي چي يو ئې انسان دئ.
يوولسم ځای: سپين نهنگ او شرمښ
شرمښان او نهنگان کولای سي چي له منځه يوسي، خو د دغو حيواناتو ډېر لږ دا کار کوي. دغه دوه حيوانات هر يو ئې په کال کي نزدې لس انسانان وژني.
دوهم ځای: زمری او پيل
دا چي زمری انسان ته خطرناکه دی نوې خبره نه ده. خو دا چي پيلانو د زمريانو په اندازه انسانان وژلي نوې خبره ده. پيل چي د نړۍ تر ټولو ستر حيوان دی کيدای سي ډېر وحشي سي. زمريان او پيلان په کال کي نزدې ۱۰۰ انسانان وژني.
نهم ځای: د اوبو غویی
د اوبو غوايي له کاله نزدې ۵۰۰ انسانانو ته مرگ ژوبله اړوي. دغه حيوان د افريقا په نيمه وچي کي ژوند کوي او واښه خوري. دغه حيوان ډېر وحشي دی او هيڅ لمسون ته هم اړتيا نه لري.
اتم ځای: تمساح
د تمساح له لاسه د کاله نزدې ۱۰۰۰ انسانان وژل يا ټپيان کيږي. تمساح چي غوښي خوړونکی حيوان دئ، کله کله داسي حيوانات خوري چي در دې څو برابره ستر وي. لکه د اوبو غوايي. د تروو اوبو تمساحوي کولای سي چي نهنگان لا وخوري.
اووم ځای: سيمي چينجيان
سيمي چينجيان په کال کي د نزدې ۲۰۰۰ انسانانو د مرگ سبب کيږي. دوی د انسان په کولمو پوري مښتي او له هغو څخه تغذيه کيږي. د دغو چينجيانو يو ډول کډو سري چينجيان دي. دغه چينجيان د ککړو خوړو له لاري د انسان بدن ته ننوزي.
شپږم ځای: اوږده چينجيان
د اوږدو چينجيان په سبب له کاله نزدې ۲۵۰۰ انسانان له منځه ځي. اوږده چينجيان هم د سيمي چينجيانو په شان د خوراک او خاورو له لاري بدن ته داخليږي. دغه چينجيان چي د انسان په معده کي ژوند کوي د کولمو په سوري کولو او وينو د جريان له لاري سږي ته ځان رسوي او بيا ئې انسان خوري او بيرته کولمو ته لېږل کيږي. ويل کيږي چي په نړۍ کي يو ميليارد انسانان په دغه پارازيت اخته دي.
پنځم ځای: دښتي مچ
په دښتونو کي داسي مچ سته چي په کاله ئې له لاسه نژدې سل زره انسانان وژل کيږي. په خپله مچ انسان نه وژني، بلکي د انسان بدن ته پارازيتونه انتقالوي چي له هغه څخه بيا انسان وژل کيږي.
څلورم ځای: ليونی سپی
ليوني سپيان په نړۍ کي هر کال نزدې ۲۵زره انسانان وژني.
دريم ځای: مار
د مار له نېښه په نړۍ کي هر کال نزدې ۵۰ زره انسانان مري. خو ډېر ماران سته چي نه يوازي نېښ ئې وژونکی نه دی، بلکي زهر هم نه لري. خو ډېر زهرجن ماران سته چي انسانان وژني. ماران په نړۍ کي دريم خطرناکه حيوان دی چي انسانان وژني.
دوهم ځای: انسان
انسانان په نړۍ کي هر کال ۴۷۵ زره نور انسانان وژني. دا ډيره دردونکې خبره ده چي انسان په دغه ليست کی دوهم ځای لري چي ډېر انسانان وژني.
اول ځای: ماشه
هر کال په نړۍ کي نزدې ۷۲۵ زره انسانان د ماشو له لاسه مري. ماشه انسانانو ته مختلفي ناورغۍ انتقالوي. يوه وژونکې ناروغي چي ماشي ئې انسان ته انتقالوي د مالاريا ناروغي ده.