1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي ۱۶۸ ميليونه کوچنيان کار کوي

هيپسن هيلي۱۳۹۴ خرداد ۲۲, جمعه

له ۲۰۰۲م کال راهيسي د جون مياشتي۱۲مه نېټه د کوچنيانو د کار ضد نړيواله ورځ لمانځل کيږي. دغه ورځ سږ کال په داسي حال کي لمانځل کيږي چي ۱۶۸ميليونه ماشومان لا سختو کارونو ته مجبوره دي.

https://p.dw.com/p/1FgDl
انځور: UNICEF

عايشه شپږ کلنه ده او د مالي هيواد د ګاؤ ښار د کبانو په بازار کي کار کوي. سانتياګو لس کلن دی او په ايکوادور کي د خپل مور او پلار د مرچو په کښت کي بوخت دی. شيندار بيا ۱۳ کلن دی او له خپلي کورنۍ سره د سوريې له جګړې څخه تښتېدلی او اوس په اېربيل کي له سهار څخه تر ماخستنه پوري په يو رستورانت کي کار کوي. دا په نړۍ کي د ۱۶۸ميليونو کارگرو کوچنيانو يو څو بېلګې دي.

له دې سره سره چي د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۹م کال د کنوانسيون له مخي د ماشومانو اقتصادي استثمار منع دی، خو بيا هم د نړۍ په ډيرو هيوادونو کي ډېر کوچنيان شاقه کارونو ته مجبوره دي. خو د کوچنيانو له پاره د ملګرو ملتونو د صندوق(UNICEF) په وينا په تيرو ۱۵کالو کي د کارګرو ماشومانو شمېر يو پر دريمه راکښته سوی دی.

دغه شمېر په دې توګه له ۲۴۶ ميلينو څخه ۱۶۸ميليونو ته راکښته سوی دی چي اوس لا هم ډېر لوړ دی. دلته له ماشومانو څخه هغه انسانان مقصد دي چي عمرونه يې د ۵ او۱۷ کالونو تر منځ وي.

«يا لوږه يا کار»

د «تېرېس ديس هومس» يا د «بشريت د نړۍ» په نوم د کوچنيانو له پاره د آلمانۍ مرستندويه ټولني کارپوهه ايريس شتولڅ وايي چي د ماشومانو کار ممنوع دی خو له هغه سره سره په نړۍ کي ډېر ماشومان کار کولو ته مجبوره دي. شتولڅ زياتوي: «هغوی صرف يو انتخاب لري، يا به لوږه مني او يا به هڅه کوي چي پيسې وګټي.»

د «تيريس ديس هومس» آلماني مرستندويه سازمان په ۳۳ هيوادونو کي د کوچنيانو د ښېګڼي له پاره کار کوي. دغه سازمان وايي چي تر هغه وخته پوري چي په نړۍ کي په لويه اندازه بې وزلي وي، نو د ماشومانو د کار ته مجبورېدو ستونزه به هم پر ځای پاته وي.

د کار نړيوال سازمان(ILO) په خپل۱۸۲نمبر کنوانسيون کي په مطلقه توګه د ماشومانو د په کار بوخت کولو ممانعت کوي. خو ايريس شتولڅ وايي چي دغه ډول مطلق او هر اړخيز ممانعت بېله دې چي د مطرح ماشومانو د ژوند حالاتو ته کتنه وکړي، ګټور نه دی.

شتولڅ زياتوي: «دلته بايد سړی دې ته وگوري چي څه ډول کار دی، او څو ساعته دی او دا چي دغه کار تر کومو شرايطو لاندي کيږي.»

«مطلق ممانعت بې ګټي دی»

شتولڅ د تايلنډ يوه بېلګه يادوي چي وايي هلته ډېر ماشومان د کبانو په فابريکو کي کار کوي. د هغې په وينا دغه کبان د نړيوال بازار له پاره چمتو کيږي. هغه وايي: «که دغه کار منع سي، نو لوی شرکتونه به چي تر يوې اندازې نظم پکښي موجود دی، نور به هيڅ ماشومانو ته کار ور نه کړي.»

خو شتولڅ زياتوي چي په دې صورت کي به دغه لوی شرکتونه و نورو کوچنيو شرکتونو ته خپل کار وسپاري چي بيا به هغه کوچني شرکتونه په لا کمو پيسو او د لا زياتو سختو شرايطو له مخي دغو کوچنيانو ته کار ورکوي.

د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو صندوق هم د کوچنيانو د مطلق ممانعت موضوع ته د يوې ستونزي په توګه ګوري. تقريبا د نړۍ ټولو هيوادونو ځانونه مکلف کړي چي تر۲۰۱۶م کاله پوري به په بشپړه توګه د کوچنيانو کارونه ختم کړي.

خو د ياد سازمان په وينا ښايي تر ټاکلي هدف پوري رسېدل لا زيات وخت ونيسي. له همدې کبله د ملګرو ملتونو د راتلونکو ۱۵کالو د پلان په مسوده کي د ماشومانو د کار د ستونزي د اوارۍ هدف هم ټاکل سوی دی.

دغه مسوده به د روان مېلادي کال په سپتمبر مياشت کي د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کي رايه اچوني ته وړاندي کړل سي.

دغه ۱۳ کلن هلک له خپلي کورنۍ سره له سوريې تښتېدلي او اوس مجبوره دئ کار وکړي.
دغه ۱۳ کلن هلک له خپلي کورنۍ سره له سوريې تښتېدلي او اوس مجبوره دئ کار وکړي.انځور: UNICEF
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل