په نړیوال جام کې د سریلانکا سفر هم پای ته ورسید
۱۳۹۳ اسفند ۲۷, چهارشنبه
دا د نړیوال جام په سیالیو کې د سریلانکا تر ټولو لږ منډي وې. د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته سریلانکا په خپله د منډو جوړولو پریکړه وکړه، خو نن یې د بخت ستوری و نه ځلید.
له لومړي سره د سریلانکا توپ وهونکي د سویلي افریقا بالرانو ته ټینگ نه شول. سریلانکا یوازي د څلورو منډو په جوړولو خپل دوه د سر لوبغاړي پریرا او دلشان له لاسه ورکړل. دلشان پرته له کومي منډي وسوځید. په تیرو سیالیو کې دغه دواړه توپ وهونکي ډېر ښه ځلیدلي ول.
سریلانکا خپل دریم لوبغاړی په ۶۹ منډو کې له لاسه ورکړ. تر هغه وروسته د سریلانکا ویکټونه همداسي يو په بل پسې غورځېدل او د ۳۸م اوور په دوهم توپ ټوله لوبډله تر ۱۳۳منډو جوړولو وروسته وسوځیده.
سنگاکارا چې په خپلو تیرو څلورو لوبو کې په پرله پسې ډول څلور سلیزي وهلي وې، په ننۍ لوبه کې په ۹۶ توپونو یوازي ۴۵ منډي وکړې. د سریلانکا بل لوبغاړی تري مانې وو چې ۴۱ منډې یې وکړې. سنگاکارا او ترې ماني په دواړو ۶۵ منډي جوړي کړې.
د سویلي افریقا له خوا جي پي ډومني هیټرک درې لوبغاړي په پرله پسې ډول وسوځول. عمران طاهر هم څلور ویکټونه واخیستل. عمران طاهر د ننۍ ورځې غوره لوبغاړی وبلل شو.
خو سویلي افریقا له لومړي سره داسي تیزه لوبه پېل کړه چې گويا په یوه لوی هدف پسې دي. سویلي افریقا د ۱۳۴ منډو هدف په ۱۸ اوور کې د یوه لوبغاړي په سوځیدو سره پوره کړ. هاشم املا د ۱۶ منډو تر جوړولو وروسته د ملېنگا په توپ باندي کیچ اوټ شو.
د سویلي افریقا توپ وهونکي ډی کاک په ۵۷ توپونو ۸۷ منډي جوړي کړې چي ۱۲ يې څلوریزي وې او تر پايه ناسوځیدلی پاته شو.
بل لوبغاړی دو پلېسس وو چې په۲۱ منډو ناسوځیدلی پاته شو. دغو دواړو توپ وهونکو په شريکه۹۴ منډي جوړي کړې. په پای کې سویلي افریقا، سریلانکا ته په نهو ویکټو ستره ماته ورکړه او په دې ترتیب سره یې د نړیوال جام په سیالیو کې د سریلانکا سفر پای ته ورساوه.
سویلي افریقا تر دې دمخه په لومړي پړاو کې څلور لوبې گټلې او دوې یې بایللې وې. سریلانکا هم څلور لوبي گټلي وې. دغه دواړي لوبډلو د پیاوړو لوبډلو په کتار کې شمیرل کیږي، او د یوې سختي مقابلې اټکل کیدی. خو ننۍ لوبه په بشپړه توگه د سویلي افریقا په کنترول کې وه او په دې ترتیب یې نیمه پایلوبي ته لار ومونده.
په پام کې ده چې د مارچ میاشتې پر ۱۹ نېټه به د بنگله دیش او هند لوبډلو تر منځ سیالي وشي او گټونکې لوبډله به نیمه پایلوبو ته لار ومومي.