په نړيواله کچه د وسلو خرڅلاو لږ سوی دئ
۱۳۹۱ بهمن ۳۰, دوشنبهد سویډن د سولې د څېړنې انستیتوت (SIPRI) د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۱کال کې د وسلو ۱۰۰ شرکتونو په ټوله کې د وسلو د خرڅلاو څخه ۴۱۱ میلیارده عواید تر لاسه کړي دي، چې دا د ۲۰۱۰کال په پرتله پنځه سلنه کم دي.
د نوموړي څیړنیز مرکز په حواله د سپما پروگرامونو، له افغانستان او عراق څخه د ځواکونو راایستلو او پر لېبیا باندې د تحریمونو وضع کول د وسلو په خرڅلاو کې د کموالي د رامنځ ته کیدو سبب گرځیدلي دي. خو دغه نهاد وایي چې له دې سره سره، د ۲۰۰۲ کال په پرتله په ۲۰۱۱ کال کې د وسلو په خرڅلاو کې۵۱ سلنه زیاتوالی راغلی دئ.
د نړۍ په دریو سترو شرکتونو کې لومړنی ځای د متحده ایالاتو لاک هېدمارتین (Lockheed Martin) خپل کړی دئ چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د ۳۶،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې پلورلي دي. د هغې په تعقیب امریکایي شرکت بوینگ (Boeing) دئ چې د ۳۱،۸ میلیارده ډالرو په ارزښت ئې د وسلو خرڅلاو ثبت شوی دئ. دریم ځای د بریتانیې د BAE Systems تر لاسه کړی دئ چې هوایي تجهیزات او دفاعي صنایع تولیدوي او د ۲۹،۱ میلیارده ډالرو په ارزښت ئې وسلې پلورلي دي.
نوموړي څیړنیز مرکز د چینایي شرکتونو په اړه د معلوماتو د امکاناتو د نه لرلو په دلیل په دغه نوملړ کې هغوی نه دي شامل کړي.
دغه څیړنیز مرکز په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د وسلو د خرڅلاو لسو سترو شرکتونو په ټوله نړۍ کې د وسلو د فروشاوتو د نیمایي څخه زیاته برخه پلورلې ده. د دغه شرکتونو په جمله کې درې شرکته یعنې د BAE Systems، اروپایي هوایي او دفاعي شرکت EADS او ایټالوي شرکت Finmeccanica په متحده ایالاتو کې میشت نه دي.
د سولې څیړنیز مرکز په خپل رپوټ کې وړاندي کاږي چې د وسلو د سترو شرکتونو په منځ کې مخ پر زیاتیدونکي لیوالتیا د سایبر سیکورټي یا سایبري امنیت په برخه کې ده چې د ملي امنیت د موضوع په څیر ئې ارزښت تر لاسه کړی دئ. رپوټ زیاتوي چې هیوادونه په خپلو بودجو کې پر سپما سربیره ناچاره دي چې په دې برخه کې له پانگونې څخه دریغ وکړي.
د سویډن د سولې څیړنیز انستیتوت (SIPRI) په ۱۹۶۶م کال کې د دغه هیواد د پارلمان له لوري تأسیس شو. دغه انستیتوت پوځي لگښتونه او کړکیچونه تعقیبوي او هر کال په دې اړه یو کتاب نشر ته سپاري.