1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړيواله کچه د خوراکي موادو بيي لوړي سوي

۱۳۸۹ بهمن ۵, سه‌شنبه

تيره مياشت په نړۍ کي د خوراکي موادو بيې ډير لوړي سوي، دا په دې خاطر چي په نړيواله کچه د طبيعي توليداتو نرخ بې اندازې ډير لوړ سوی.

https://p.dw.com/p/QvGl
بايد داسي زراعت تقويه کو، چي هغه پر بيالوژيکي اساساتو باندي ولاړ وي.
بايد داسي زراعت تقويه کو، چي هغه پر بيالوژيکي اساساتو باندي ولاړ وي.انځور: DW

آوازې او اټکلونه تر يوه حده پوري بې اطميناني رامنځته کوي، خو که پراختيا او تغذيې ته د نړۍ د نفوسو سره ارتباط ورکول سي، بيا نو آوازو او اټکلو ته واقعاً هم ښه زمينه برابره ده.

داسي کارپوهان لکه د جرمني د بن د پراختيايي تحقيقاتي مرکز څخه پروفيسر يوآخيم فون براون د راتلونکي په باب ډير ډاډمن ندی.

« موږ به په نړۍ کښي د نن ورځي په تناسب چي ۷ مليارډه انسانان لري، په ۲۰۵۰ کال کښي ۹ مليارډه نفوس ولرو ، خو دغه ۹ مليارډه انسانان به د ۱۲ مليارډو انسانانو په اندازه خوراک وکړي.

حيواني توليدات به نور هم ډير سي ، شيدي غوښي او هګۍ . خو د لومړنيو غذايي موادو توليدات به برعکس راکم سي. زراعتي مځکي او اوبه به کمي سي. د اقليم تغير به نور هم د خوراکي محصولاتو د کمبود سبب وګرزي.»

همدااوس لا په ګرده نړۍ کښي يو مليارډ انسانان د لوږي سره مخامخ دي. دوه مليارډه نور د ويټامينو، مالګو او نورو ضروري موادو د کمبود سره مخامخ دي. تقريبأ۱۵۰ مليونه کوچنيان په سؤ تغذي باندي اخته دي. خو لکه څنګه چي پروفيسر فون براون وايي، چي که د زراعتي محصولاتو دلوړيدو په لار او اقليم د تغير پر ضد اقدامات هم تر سره سي ، بيا به هم تر ۲۰۵۰ کال پوري د جواريو قيمتونه ۹۰فيصده او د غنمو دا د ۴۰ څخه تر ۵۰ فيصدو پوري لوړ سي.

د نړۍ د تغذيې سازمان FAO اټکل کوي ، چي باید په ګرده دنيا کښي زراعتي محصولات تر ۷۰ فيصدو پوري لوړ ولاړ سي ، تر څو په ۲۰۵۰ کال کښي انسانان ماړه او د لوږي سره مخامخ نسي.

خو داچه څنګه به دا کار ممکنه وي ، هغه ته د جهاني بانک په نوښت د زراعتي محصولاتو بين امللي پروسږکلن رپوټ جواب ورکوی.

پوښتنه داده چي آيا کولای سو، چي داسي زراعت ته بيرته ولاړ سو، چي په هغه کښي د لږ کيمياوي سري يا د نباتاتو د ساتلو د لږو کيمياوي موادو څخه پکښي استفاده وسي؟

رپوټ دې نتيجه ګيرۍ ته رسيدلی دی ، چه موږ بايد داسي زراعت تقويه کو، چي هغه پر بيالوژيکي اساساتو باندي ولاړ وي. خو موږ ددې کار دپاره ډيرو تحقيقاتو او پيسو ته ضرورت لرو.

د نړی د زراعتي محصولاتو دغه رپوټ په غټو ساحو کښي د زراعت صنعتي کول ردوي ، او د کوچنيو بزګرانو د زراعتي محصولاتو ملاتړ کوي.

زابينا/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل