1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيپال کې حکومتي کړکيچ

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۵, سه‌شنبه

د نړۍ تر ټولو ځوان جمهوريت د يو فعال دموکرات نظام په لاره کې سخت پاته راغلی دی. له يو څو کالونو ماويستي گوريلايي جگړو څخه وروسته، نپال د سولې په يوه اغزنه لاره پل ايښی و.

https://p.dw.com/p/Hjud
د نيپال د اپوزيشن يو ځوان لاريون کوونکیانځور: AP

خو دغه بهير يو ځل بيا تر پوښتنې لاندې راغلی دی: د نپال لومړي وزير پوشپه کمال دهال، چې د ماويستي ياغيانو پخوانی مشر هم و، د دولت د مشر په توگه خپله استعفا اعلام کړې ده.

«تر څو سياسي کړکيچ هوار او يوه مثبته فضا رامنځته شي، او د دې دپاره چې ستونزه په دموکرات او سوله يزه توگه حل شي، ما دغه پرېکړه کړې چې د لومړي وزير په توگه استعفا کوم.«

دغې له احساساتو ډکې تلويزيوني وينا شل دقيقې دوام وکړ. هغه د لومړي وزير او نظاميانو تر منځ د واک په سر د جگړې نتيجه ده: پوځ د دې انکار کوي چې 19.000 تنه پخواني ماويستي گوريلايي جنگيالي په خپلو ليکو کې ومني. د ماويستانو او نظاميانو تر منځ اړيکې طبعا ترينگلې دي، ځکه چې دواړو خواو يو څو لسيزې په خپلو منځو کې جنگ کړی دی. د يکشنبې په ورځ لومړي وزير او د ماويستانو پخواني مشر دهال، چې جنگي نوم يې پخوا «پراچنده» يعنې قهرجن و، د پوځ مشر، جنرال روکمنگود کټه وال له خپلې دندې څخه گوښه کړ. د نپال ولسمشر مداخله وکړه او د نظاميانو څخه يې ملاتړ وکړ چې د هغوی قومانده هم د ده په لاس کې ده. هغهء د پوځ مشر ته دغه مشوره ورکړه چې په خپله دنده دې پاته شي. دغه مداخله د لومړي وزير لخوا د قانون خلاف کار بلل کيږي:

Begleitfotos zu einer Reportage in Nepal
نيپال چې غرهء ختونکي او سيلانيان ورسره د سولې په وخت کې ډېره لېوالتيا لريانځور: DW / Vlad Mixich

«هغه فيصله چې د حکومت لخوا له ټولو سياسي گوندونو سره په تفاهم شوې وه، بېرته واخيستل شوه. دا د اساسي قانون خلاف پرېکړه ده چې يو ملي ناورين يې رامنځته کړی دی.«

کابو يو کال مخکې د هيما لايا دغه هېواد د «په نړۍ کې تر ټولو ځوان جمهوريت» نوم خپل کړی و. هغه مهال نپال 240 کلن شاهي نظام د منځه يوړ، چې ورپسې نامحبوب پاچا له قصر څخه ووت او پلازمېنې ته ورڅېرمه د ښکار په يوه ماڼۍ کې مېشت شو. ماويستانو يو ناڅاپه پروسږ کال ټاگنې وړې وې. خو هغوی هيڅکله څرگند اکثريت نه درلود. له پوځ سره د واک په سر د شخړې له امله عمومي وضعه همداسې د ترينگلتيا په حالت کې پاته شوه. د پوځ د مشر د گوښه کولو تر پرېکړې وروسته، مهم گوندونه په احتجاجي توگه له ايتلاف څخه وتلي وو. لکه څنگه چې شکر کويرالا چې د نپال مخالف کانگرس گوند پورې اړه لري، وايي، لومړي وزير نور بله لار نه ليدله، پرته له دې چې پخپله استعفا ورکي:

«ناڅاپي پرېکړه وه. خو لومړي وزير بله چاره نه درلوده. پرون د اتلس سياسي گوندونو او ولسمشر تر منځ يوه غونډه وشوه. هغوی ټولو د اوسنۍ وضعې په اړه خپله نارضايتي څرگنده کړه.«

دا چې څوک به څنگه او کله يو نوی حکومت جوړوي، تر اوسه پورې څرگنده نه ده. هغه هېواد چې غرهء ختونکي او سيلانيان ورسره د سولې په وخت کې ډېره لېوالتيا لري، اوس د يوې فعالې دموکراسۍ د جوړولو په لور يوه اغزنه لار په مخکې لري.

نسيم صابر
کتوونکی: يحيی وردک