1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيويارک کي د وسلو درلودلو قانون سخت سوی دئ

۱۳۹۱ دی ۲۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/17KvB

د امريکامتحده ايالاتو د نیوټون په یوه مکتب کښي تر عام وژني وروسته، نیویارک د امریکا د لومړني ایالت په حیث د وسلو درلودلو قانون سخت کړی دی. په دې ډول نو د دغه ایالت والي اندریف کوومو د امريکا په تاریخ کښي تر ټولو سخت د وسلو یو قانون امضأ کړی دی. د دې دمخه قانون د ایالتي شورا او سنا له خوا تصویب سوی وو. نوی قانون اتوماتیکي وسلې منع کوي، پکښې د مرمیو یوې محدودي اندازې ته اجازه ورکول سوې ده او هم داسي مقررات په نظر کښي نیول سوي دي چي رواني مریضان به په سختی سره وسلو ته لاس رسی پيدا کړي. د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر د مياشتي په نیمايي کښي یوه شل کلن روغ لیوني قاتل د اتوماتیکي وسلې پواسطه د نیوټون په یوه مکتب کښي۲۰ شاګردان او ۶ نور منسسوبین ووژل. جمهوررئيس بارک اوباما تر هغه وروسته اعلان وکړ، چي د وسلو درلودلو او رانیولو قانون به سخت کړي.