1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نوی دهلی کي د افغانستان په اړه کنفرانس پيل سو

۱۳۹۱ تیر ۸, پنجشنبه

نوی ډهلي په افغانستان کي د پانگونو د جلبولو له پاره د یوه نړیوال کنفرانس کوربه دئ. په کنفرانس کي ۳۳ هیوادونو او ۷۰ شرکتونو ګډون کړی.

https://p.dw.com/p/15N8p
انځور: dapd

په افغانستان کي د پانگوني په نوم نړیوال کنفرانس د پنجشنبې په ورځ په نوي دهلي کي پرانیستل شو. په دې کنفرانس کي د چین، المان، فرانسې، جاپان، پاکستان، ترکیې، ایران، متحده ایالاتو او نورو هیوادونو لویو شرکتونو ګډون کړی دﺉ.

دغه کنفرانس د افغانستان او هندوستان د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا پرانیستل شو. د دې کنفرانس په پای کي به په افغانستان کې د پانګوني له پاره يو چوکاټ رامنځ ته شي.

د دې کنفرانس جوړوونکي وایي، چي هدف ئې په افغانستان کي د نوو پانگونو راجلبول دي. د هغوی په خبره په افغانستان کي د پانگوني ډیر چانسونه شته.

د هندوستان د صنایعو اتحادیې د افغانستان او هندوستان له دولتونو سره یو ځای دغه کنفرانس جوړ کړی دئ. د دې اتحادیې چارواکو ویلي دي: «په افغانستان کي د زراعت، صنعت، د ظرفیتونو رامنځ ته کول، روغتیا او خدماتو په سکتورونو کي تر درو لسیزو جگړې وروسته، پانگونه ډیره مهمه ده.»

په دې کنفرانس کي تر ۲۰۰ د ډیرو افغاني او هندي کمپنیو، د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال صندوق استازو هم گډون کړی دئ.

د دې کنفرانس پریکړه به د افغانستان په اړه په راتلونکي لوی نړیوال کنفرانس کي، چي په توکيو کي جوړيږي په پام کي ونیول شي.

په توکيو کي د افغانستان له پاره د اقتصادي کنفرانس هدف تر ۲۰۱۴ کال وروسته ددغه هیواد له پاره د مالي منابعو راټولول دي.

په پلان کي ده چي نړیوال ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ووزي. تر دې کال وروسته، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې هم راکمیږي. اوس افغان حکومت کوښښ کوي، چي د نړیوالو پانگونو په راجلبولو سره د خپلو مصرفونو د تمویل له پاره مالي سرچینې پيدا کړي.

په افغانستان کي د امنیت او پانگوني په برخه کي د قوانینو نه شتون د دې سبب شوی دئ، چي ډیر شمیر پانگوال یا خو په دې هیواد کي پانگونه ونه کړي او یا هم تر یوه لنډ وخت وروسته له دې هیواد څخه د خپلو پیسو په را ایستلو پيل وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل