په نوي زیلاند کې په سلهاو نهنګان وژل شوي
۱۳۹۵ بهمن ۲۲, جمعهرضا کارانو او د نهنګانو کارپوهانو د جمعې په ورځ هیله څرګنده کړه چې د اوبو تیز جریان به له نهنګانو سره مرسته وکړی چې ساحل ته راټېله شوي نهنگان به بيرته درياب ته پوري وهي.
د نیوزیلاند د «ساتنې ادارې» ځايي مدیر اندریو لامسون، وویل چې ژغورونکي ځان دې ته چمتو کوي چې د جمعې په ورځ ناوخته به اوبه یووار بیا دغه نهنګان ساحلي وچې ته ټېل وهي.
د ساتنې ادارې یوه کارکوونکي د لومړي ځل له پاره د نهنګانو دغه ډله د پنجشنبې په ورځ ناوخته ولیده چې له ګواښ سره مخامخه وه.
لامسون یوې ځايي ادارې ته ویلي دي چې نهنګان د دې پر ځای چې د پرانیستې سمندر پر لور ولاړ شي د ساحل پر لور روان دي. د نهنګانو د ساتنې یوه سازمان ویلي دي چې اوس سیمې ته ډیر رضا کاران رسیدلي دي چې اوبو ته د دغو نهنګانو له بیا ټېل وهلو سره مرسته وکړي.
په ۱۹۱۸م کال کې زره نهنګان په چتهام ټاپوګانو کې وچې ته راووتل. په ۱۹۸۵م کال کې بیا ۴۵۰ نهنګان په اوخلند سیمه کې د اوبو امواجو وچې ته ټیل وهل. د پنجشنبې ورځې پیښه د نوي زیلاند په تاریخ کې وچې ته د نهنګانو د وتلو دریمه تر ټولو خرابه پیښه ده.
بایلوت نهنګان چې اوږد والی یې تر شپږو مترو پورې رسیدای شي د نوي زیلاند په درياب کې ډیر موندل کیږي او وخت ناوخت یې یوه ډله له اوبو څخه وچې ته راوځي.
زموږ له ارشيف څخه: