1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نوو رايي شميرنو کښي حامدکرزی نور هم مخته دی

۱۳۸۸ شهریور ۵, پنجشنبه

تراوسه پوري په افغانستان کي دولسمشرۍ دپاره دورکړل شوو رايو له جملې څخه په سلو کي د 17 نتيجې په رسمي ډول سره دناپيلي انتخاباتي کميسيون له خوااعلام شوي دي ...

https://p.dw.com/p/JJNX
د رايو حسابولو جريان
د رايو حسابولو جريانانځور: AP

دسه شنبې دورځي دشميرني له مخي چي درايو په سلوکي لسمه برخه اعلام شوې وه ، داسي ښکاريدل چي ښايي دجمهوررييس حامد کرزي او دبهرنيو چارو دپخواني وزير عبدالله عبدالله ترمنځ فاصله ډيره لږ وي . خو اوس کله چي دورکړل شوو رايو په سلو کي 17 رايي حساب شوې ، کرزی نور هم مخته ښکاري . په دې مانا چي حامد کرزي په دغو 17 فيصده رايو شميرلو کښی 8 ، 44 فيصده رايي ،او عبدالله عبدالله 1 ، 35 فيصده رايي ګټلي دي .

دافغانستان دولسمشرۍ دټاکنوديوې برخي دنتايجو داعلامولو په اړه ډاکتر سيد موسي صميمي يو تبصره کړې او وايي :

که بدلون راسي، نو دابه په افغانستان کي دسولي او ديموکراسي د بهير لپاره ډير ښه وي . ځکه چي داسي حالات دخلکو عقيده پردې باندي ټينګوي ،چي په ديمو کراسۍ کي داممکنه ده چي ددولت په رأس کي تغير راسي،او هغه په سوله ايز ډول د انتخاباتو د لاري عملي شي . خود انتخاباتو د يوې برخي اعلان ددې سبب کيدلای سي ، چه ددواړو مخالفو سياسي قطبو تر منځ رقابت هم زيات سي .

بايد وويل شي چي درايو ديوې برخي دشميرلو دنتيجو اعلام دافغانستان په شان ډير ولسيز هيواد کي د يوډول سياسي قېدو بنديو سبب هم کيږي . کرزی او عبد الله بيخي متفاوت کانديدان دي . دوی دسياسي سلسله مراتبودلرلو له مخي او همدغه ډول دهيواد دراتلونکي په هکله يې تصورات يود بل سره ډير توپير لري .

50 کلن عبدا لله خپل سياسي وړاندي تګ داسي پيل کړ چي د ډاکتر په حيث دجګړې ترسختو شرايطو لاندي يې ځان دخپلو مريضانو په مقابل کي مکلف احساساوه . او خپل کار يې دشوروي اتحاد ديرغل کونکي په وړاندي دخپلي مبارزې جزء ګاڼه . اوسر بيره پردې دی په هغو سختو پړاوونوکي دنوموړي هيواد دخارجی چارودترسره کولو مسول هم وو.

دده برعکس حامد کرزی دخپلي کورنۍ دنازولي زوی په حيث لمړی په هندوستان کي دسياسي علومو زده کړه وکړه . او له خپلو وروڼوسره يې يو ځای دامريکا په متحده ايالتونو کي ګټوري معاملې اوسوداګرۍ وکړې . او اوس 52 کلن کرزی، بيا وروسته دمهاجرو افغانانوترمنځ ديوه جانبي سياسي سړي په حيث عرض اندام، او په فعاليت باندي يې پيل وکړ .

Wahlen Afghanistan 2009
انځور: DW

کرزي دافغانستان په ټينګ مرکزي، او رياست جمهوري نظام باندي ټينګار کوي . اودخپلي رياست جمهورۍ په اوږدو کي يي د قدرت څخه دخپل شخصي قدرت دبنسټ دټينګولو لپاره ديوې وسيلې په توګه کار واخيست . داسي چي له سيمه ايزو خانانو سره يي د خپل هدف سره سم اتحادونه جوړ کړل . او د اسلامي ځواکونو سره يې سياسي روغي جوړي وکړي .

عبدا لله ددغه ډول ناوړه استفادې دمخنيوي لپاره دهندوکش په هيواد کي ديوه سست اتحادي نظام دمنځته راوړلو غوښتنه کوي ، چي دهغه له مخي وګړي دآزادو انتخاباتو له لاري په مهمو پريکړو کي برخه واخيستلای سي .

سربيره پردې عبد ا لله نسبتا مشخص اقتصادي پروګرام وړاندي کړيدی . دی دفقر او بيکارۍ دله منځه وړلو لپاره دصنعتي کرني ودي او پراختيا ته تقدم ورکوي . عبدالله دکرزي برعکس په هغه وخت کي چي دبهرنيو چارو وزير ؤ له ګاونډيو هيوادونو سره ښو اړيکوته وده ورکړل ، اوهغه يې وپالل . داسي ويل کيږي چي عبدا لله دامريکا دمتحده ايالتونولخوا دې مقام ته پټ په پام کي نيول شوی سړی دی . په لمړي سرکي نامطمنه او محطاطه ښکاريده ،خو وروسته يې په وجود کي پر قدرت باندي آګاهۍ او تاکتيکي زيرکتيا وده وکړه ،او پدې لار کي يې يو پوخ ګام واخیستۍ .

دابه لويديزوالو ته ښه مشوره وي چي دهيڅ کانديد په پلوۍپدې موضوع کي ګوتي ونه وهي .ځکه چي دټاکنو منصفانه اوآزاد بهير ته بايده دي له هرڅه نه لمړيتوب ورکړل شي، ترڅودټولو مشکلاتو سره سره دافغانستان وګړي دخپل هيواد دراتلونکي په هکله پريکړه وکولای شي .

موسی صميمي/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري