په ننگرهار کي ۳۵۰ بستريز روغتون جوړيږي
۱۳۹۰ فروردین ۱۴, یکشنبهدا روغتون چي چاري يي تيره ورځ په نږدي سل جريبه ځمکه کي پيل شوې په امريکا کي د ميشت ننګرهاري ډاکتر عزيز کمال په هڅو جوړيږي.
عزيز کمال د زړه د نارغيو متخصص او دا مهال د امريکا په کلفورنيا په پوهنتون کي استاد دی.
کمال وايي: «دا روغتون چي نن يې د رغولو چاري پيل سوې په څلورو پوړونو کي به جوړيږي، دا به نه يواځي د افغانستان په سطحه وي، بلکي د سيمي په سطحه به يو لوي روغتيايي مرکز وي چي د خلکو روغتايي ستونزي به ورسره حل شي.»
هغه وايي پدغه روغتون کي به تر ډيره هغه افغاني ډاکتران په دوره يي شکل کار کوي چي دا مهال په بهرنيو هيوادونو کي ميشت او په خدمت بوخت د ي.
« زه په بهر کي د ميشتو افغان ډاکترانو سره ږغيدلی يم. دوی به دلته د کار کولو لپاره په دوره راځي ، ددې ترڅنګ به دلته نور بهرني ډاکتران راځي او زموږ نرسانو او ډاکترصيبانو ته به روزنه ورکوي.»
ډاکتر کمال وايي د روغتون د لګښت په اړه پدي خاطر څه نه سي ويلای چي تر اوسه يې له کوم مرستندويه ډونر څخه مرسته نه ده ترلاسه کړې.
د سيمي اوسيدونکي ددغه روغتايي مرکز د کار په شروع کيدو خوښ دي او تمه لري چي چاري يې ډير ژر بشپړي شي.
د ننګرهار د عامي روغتيا مسولين که څه هم په ننګرهار کي د صحي روغتايي اسانتياو خبر ورکوي خو وايي چي دوی تر ډيره هڅه کوي، د کارونو کيفيت ښه وي.
په ننګرهار کي د زړه او سرطان د ناروغيو د روغتون د جوړيدو چاري په داسي مهال پيل شوې چي همدا اوس هم له ټول هيواده د زړه او سرطان ناروغان ګاونډيو هيوادونو ته د درملني لپاره ځي.
شمعه احمدزۍ/ ننگرهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل