په ننگرهار کي فلم جوړونکي له ستونزو سره مخ دي
۱۳۹۰ خرداد ۱۶, دوشنبهد هغوی په خبره، د هيواد د يوشمير نورو سيمو په ګډون په ننګرهارکي د فلم ،ډرامې، تمثيلي پارچو او ځينو نورو سينمايي کارونو د جوړوني پرمهال د پوره امنيت نشتوالى ددوی کارونه له خنډ سره مخامخ کړي.
د فلم جوړونکو موسسو په خبره ددې ستونزو يو ستر عامل د ښځينه لوبغاړو نه شتون دی.
د فلمي لوبغاړو په خبره د فلم جوړوني پر مهال د ښځينه لوبغاړو د کمښت سره هم مخامخ دي. ځکه د هغوی په وينا، افغاني دود، کلتور او اوسنيوحالاتوته په پام سره يوه کورنۍ هم نه غواړي يوه جينۍ د تلويزيون په پرده را ښکاره سي.
په ننگرهار کي يو فلمي لوبغاړی فضل الرحمن شمس وايي چي خپلي چاري يې د ډيرو ستونزو سره سره سرته رسولي.
په هغه ولايت کي د افغان فلم ادارې مسوول احمدشاه مجروح دا ستونزي مني او وايي چي په دې تلاښ کي دي تر څو فلم جوړونکو ته ښه زمينه برابره کړي.
خوداچي، د اطلاعات اوکلتور وزارت او په ټوله کي په ولايتونوکي يې رياستونه له فلم جوړونکو ادارو سره د مرستي کوم مسؤليت لري که نه؟
د هغه ولايت د اطلاعات اوکلتور ريس اورنګ صميم وايي چي: «کوم فلمونه او ډرامي چي، جوړيږي د خصوصي سکتور له مخي په شخصي توليدي شرکتونوکي جوړيږي، ځکه نو دوی د خصوصي سکتور په چوکاټ کي د چا سره مرسته نه سي کولاى.»
شاوخوا ۳۰ کاله وړاندي په ننگرهار کي دوې لويي سينماګاني وې چي، يوه يي د سپين غراو بله يې د ښاروالۍ په نومونوياديدې.
اوس مهال په ننګرهارکي يوازي د افغان فلم دولتي اداره او شپږ نوري د هيواد، ننګرهار، بهادري، سپين غر، سالمزى اوشاه فلم په نومونو نادولتي موسسې يا شرکتونه د فلمونو او ډرامو د توليد په برخه کي کارکوي.
دغو موسسو تر اوسه پوري د سلو په شاه اوخواکي فلمونه توليد او نندارې ته وړاندي کړي دي.
شمعه احمدزۍ/ ننگرهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل