1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په ننگرهار کي د مخورو پر جرگه ځانمرگی بريد

۱۳۹۵ آبان ۱۰, دوشنبه

د جلال آباد د شپږمي ناحيي اړوند خالص فامیلیو په سیمه کې یو ځانمرګي برید شپږ ملکي وګړي وژلي او شپږ نور ټپیان کړي دي.

https://p.dw.com/p/2Rwe0
Karte Afghanistan Provinz Nangarhar Englisch
انځور: DW

د ننگرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، دویچه ویله ته وویل چې دغه برید د پچیراګام ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي سیدهاشم، په حجره کې د مشرانو په يوه جرگه کي شوی دی. هغه وايي، د پېښې قربانیان ټول مخور او قومي مشران دي.

بله خوا بيا د ننګرهار د مرکزي روغتون رئیس ډاکتر احسان الله شینواري ويلي دي چي د پيښي له ځایه روغتون ته یو جسد او شپږ ټپیان وروړل شوي دي چې د ټپيانو روغتيايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

عیني شاهدان وايي چې د سیدهاشم، په کور کې د پچیراګام د وروستي حالت په اړه د قومي مشرانو غونډه روانه وه او نن یې د ننګرهار له والي سره د ناستي پلان درلود، چې یو کس غونډي ته ورننوتلی، لومړی یې پر خلکو د توپانچې ډزي کړي او وروسته یې په ځان پوري چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

دوی وايي، په پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول سپین ږيري او قومي مشران دي.

تر اوسه د دغه برید مسئولیت کومي ډلې پر غاړه نه دی اخستی.

شاوخوا دوې اونۍ وړاندي داعش وسله والي ډلي د پچیراګام ولسوالۍ پر پاس پچیر سیمې برید کړی وو، چې نږدې یوه اونۍ وړاندي یې پر ضد افغان ځواکونو عملیات پیل کړل.

د دغو جګړو له امله ډېر ولسي وګړي د ننګرهار مرکز جلال آباد او ځینو نورو سیمو ته کډه شوي، چې په وینا یې ډېر په بد حالت کې ژوند کوي.

د امنیتي ادارو د مالوماتو له مخې په دغو جګړو کې ګڼ داعش وسله وال وژل شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي.

همدا ډول نن د ننګرهار امنیې قومندانۍ خبر ورکړی دی، چې په پچیراګام کې یې د امنیتي ځواکونو په هڅو له داعش ډلې ۱۹ یرغمل شوي ملکي وګړي ازاد کړي دي.

د پچیراګام ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا داعش تر اویاو ملکي وګړي له ځانه سره یرغمل کړي دي.

د امنیې قومندانۍ د مالوماتو له مخې، له تېرو څلرویشتو ساعتونو راهيسي ۱۱ داعشيان هم وژل شوي دي.