1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کې پر کډوالو چت رالوېدلی

۱۳۹۵ بهمن ۴, دوشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په ننګرهار ولایت کې د کډوالو په یوه کمپ کې د یوه کور د چت د رالویدو له کبله د یوه ماشوم او دوو ښخو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي. د پیښې قربانیان د چت د را لویدو پر مهال ویده ول.

https://p.dw.com/p/2WEaL
Binnenflüchtlinge in Kabul
انځور: DW/H.Sirat

د ننګرها ولایت ویاند عطیق الله خوږياڼي، ویلي دي چې په پیښه کې د دې کورنۍ څلور تنه نور غړي ټپیان شوي هم دي. پیښه د دوشنبې په ورځ سهار وختي رامنځ ته شوې ده.

د پیښې قربانیان د هغو په لسونو زره کډوالو په ډله کې ول چې په دې وروستیو کلونو کې له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. همدا اوس هم په پاکستان کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه افغان کډوال اوسیږي.

افغانستان په وروستیو وختونو کې له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د ستنیدو له کبله تر ډیر فشار لاندې دي او په ځینو وختونو کې د دې سبب کیږي چې چارواکي په بیړنۍ توګه داسې مؤقتي استوګنځایونه جوړ کړي چې کیدای شي دغه شان پیښې رامنځ ته کړي.

نور مطالب: