په ننګرهار کې په لسګونو انسانان وژل شوي دي
۱۳۸۹ مرداد ۱۵, جمعهايساف ځواکونه وايي چې دغلته يې تر کابو څلويښت تنه وسله وال طالبان وژلي خو د سيمې خلک په کې د لسګونه ولسې وګړو مرګ ژوبلې خبرې کوي .په خيتځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتې دفتر وايي چې تيره شپه يې د ننګرهار ولايت په شيرزادو کې د وسله والو طالبانو په لټه عمليات په لاره اچولي وو چې په پايله کې يې ١١ وسله وال وژلي.
د دوی په خبره تر عملياتو وروسته سهار مهال چې کله د دوی ځواکونه له سيمې بېرته راوتل د هاشم خيلو په سيمه چې د خوګياڼو او شيرزادو ولسواليو تر منځ په پرته سيمه کې د وسله والو طالبانو له لورې د ايساف پر چورلکو د سپکو او درندو وسلو بريدو وشو. ورپسې د هوايي بريد د لارې ٢٥ وسله وال طالبان ووژل شول.
بل لوري ته د پيښې يو تن عيني شاهد چې په خپله هم په دغه پيښې کې ټپى شوى دی، وايي چې له يوې جنازې سره د لوګر ازرې ولسوالۍ ته په لاره و چې د هوايي بريدونو لاندې راغلل.
د خوګياڼو ولسوال محمد حسن وايي چې ايساف ځواکونو تيره شپه د شيرزادو ولسوالۍ په نوکړخېلو کې د وسله والو په لټه عمليات تر سره کړي وو خو تر هغې وروسته يې د هاشم خيلو په سيمه کې ولسې وګړي په نښه کړي.
د شيرزادو ولسوالۍ روغتيايي کارکونکي وايي چې د پيښې څخه ورته ٣٥ تنه ټپيان د درملنې لپاره وروړل شوي دي. ولايتي چارواکي دغلته د ګډو ځوکونو له لورې د علمياتو د تر سره کيدو پخلی کوي خو، د قربانيانو د هويت او کره اندازې په اړه ناخبري ښېي.
ليکونکې: ثنا ناصري
کتونکی: نسيم صابر