1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کې د ناټو د سرتیري وژل کیدو پر وړاند غبرګون

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۴ فروردین ۲۰, پنجشنبه

په جلال آباد کې په یوه «داخلي برید» کې د یوه امریکايی سرتیري د وژل کیدو او د څو تنو نورو ټپي کیدو څخه وروسته سپینې ماڼې وویل چې دا ډول پیښې نه شي کولای د ناتو تر مشرۍ لاندې د «پریکړن ملاتړ» نوي ماموریت د دوام مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/1F5Bm
انځور: Getty Images/AFP/Smialowski

د چهار شنبې په ورځ په جلال آباد ښار کې د ولایتي مشرانو او د متحده ایالاتو د سفارت د چارواکو ترمنځ له یوې غونډي څخه وروسته یو افغان سرتيري مخکې له دې چې دی خپله ووژل شي د ناتو پر سرتیرو باندې په ناڅاپي توگه برید وکړ. په دغه برید کې چې د روان میلادي کال له پیل څخه د خپل ډول دویمه پیښه ده، یو امریکايی سرتيری ووژل شو او څو تنه نور ټپیان شول. په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت سرچینو وویل چې د سفارت چارواکو ته کوم تاوان نه دی رسیدلی.

په ننگرهار کې د امنیې قوماندان فضل احمد شیرزاد وویل: «کله چې امریکايي پلاوی له غوندې څخه ووت، د افغانستان د ملي اردو یوه سرتیري پر هغو امریکايی سرتیرو برید وکړ چې د ولایت د مقر په انگړ کې يې حضور درلود.»

هغه زیاته کړه چې امریکايي سرتیرو پر افغان سرتیري چې نوم ېې «عبدالعظیم» معرفی شوی او د لغمان له ولایت څخه دی مقابلې ډزی وکړې او هغه یې ځای پر ځای ووژاه.

د دغې حمله اصلي انگیزه تر اوسه پورې معلومه شوې نه ده. د پخوانیو داسې «داخلي حملو» پر خلاف چې ډير وخت یې طالبانو د پلانولو ادعاوط کړې دي، د دغې حملې مسوولیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستی.

شیرزاد وویل چې د جلال آباد د نوموړې پیښی په وخت کې د متحده ایالاتو سفیر میشل میکینلي، حضور نه درلود. خو هغه دا هم ونه ویل چې د سفارت کومو چارواکو د ننگرهار له ولایتي مشرانو سره لیدنه کتنه کوله.

د جلال د پیښی پر وړاندې د سپینې ماڼۍ غبرگون

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت «پنتاگون» یوې ویاندې الیسیا سمیت، وروسته دا خبره تصدیق کړه چې د یوه امریکايي سرتیري پر وژل کیدو سربیره «یو شمیر نور ټپیان شوي دي».

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند جوش ایرنیست، د چهارشنبی د ورځې حملې ته په اشارې سره په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان لا تر اوسه یو خطر لرونکی ځای دی. هغه زیاته کړه: «موږ له ولسمشر غني او د حکومت له نورو غړو سره او دغه راز له نړیوالو شریکانو سره نژدی همکاریو ته دوام ورکوو ترڅو د یوې پراخې سولې، سوکالۍ او د شخړې د پای ته رسولو له پاره د ملي یووالی حکومت له هڅو څخه ملاتړ وکړو.»

په واشنگتن کې د پنتاگون په مقر کې پوځي ویاند ډگروال ستیف وارن، وویل چې د پیښی پلټنه روانه ده او داسې ښکاري چې هغه یوه «داخلي حمله» وه.

د «داخلي حملو» پسمنظر

په ۲۰۱۴ کال کې د «داخلي حملو» څلور پیښې رامنځ ته شوې دي. تر ټولو خونړې د اگست پر پنځمه وه چې یوه افغان سرتیري د متحده ایالاتو تورن جنرال هیرالد جې گرین، د کابل په یوې پوځي قرارگاه کې وواژه. دا په ویتنام کې د ۱۹۷۰ لسیزی څخه را په دی خوا دویم لوړ پوړی امریکايی جنرال وو چې په یوه بهرنې پوځي ماموریت کې ووژل شو.

داخلي حملې په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوې چې ویل کیږي د طالبانو د بغاوت یو ډيره اغیزمنه وسله وگرځیده. په نوموړي کال کې په څه د پاسه ۴۰ داسی حملو کې څه د پاسه ۶۰ نړیوالو سرتیرو چې اکثره یی امریکایان ول، خپل ژوند له لاسه ورکړ. له دې سره د افغانستان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ اعتماد او باور ته سخت تاوان ورسید.

ډیر وخت طالبانو د داسی حملو د سرته رسولو له پاره ادعا کړې ده ترڅو ښکاره کړې چې گواکې د افغانستان په امنیتې ارگانونو کې یې نفوذ کړی دی. د ځینو نورو داسې پېښو لامل په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو له حضور سره شخصی دښمنۍ ښوول شوی دي.

د فبروي په میاشت کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناتو ځواکونوعمومي قوماندان جنرال جان کیمپیل، د سنا پوځي جرگه گې ته وویل چې د متحده ایالاتو تر مشرې لاندې ائتلاف هڅه کوي چې ځینې اړین تدابیر پلي کړي ترڅو د هغه «وضعیت مخه ونیسی چې د داسی حملو لامل گرځي.»

هغه زیاته کړه: «دغو تدابیرو دا ډول حملې کمې کړې دي خو په بشپړه توگه یی له مینځه وړي نه دي. موږ باید ويښ پاتې شو ترڅو په راتلونکې داسې حملې ونه شی.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب