په نایجیریا کې ولسمشریزي ټاکنې وځنډیدې
۱۳۹۳ بهمن ۱۹, یکشنبهد نایجیریا هیواد د ټاکنو د کمیسیون مشر په پلازمینه ابوجا کې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د فبرورۍ ۷مه) خبر ورکړ چې د فبرورۍ د میاشتې د ۱۴ نېټې له پاره پلان شوې ولسمشریزي ټاکنې شپږ اوونۍ وروسته یعنې د مارچ میاشتې پر ۲۸ نېټه تر سره کیږي. د هغه په وینا امنیتي وضعیت دا نه ایجابوي چې تر مخه په ټاکل شوې نېټه ټاکنې تر سره شي.
د نایجیریا اوسنی ولسمشر ګُډلک جوناتن، د یوې بلې دورې له پاره د ټاکل کیدو هیله من دی. انتقاد کوونکي پر اوسني ولسمشر او د هغه پر واکمن د خلکو دیموکراتیک گوند PDP باندې د وخت د ترلاسه کولو تور پورې کوي. د یوې نوې تر سره شوې نظر پوښتنې له مخې د بشپړ مترقي کانگرس APC څخه د جوناتن اصلي سیال محمدو بوهاري، مخکې دی.
امریکا متحده ایالاتو نهیلي ښوولی ده
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د خپلو څرگندونو له مخې د دې پریکړې په هکله متحده ایالات «سخت ناهیلي شوی دی.» هغه زیاته کړې ده چې د ټاکنو پر کمېسیون باندې سیاسي نفوذ د منلو وړ نه دی. د کیري په وینا حکومت باید داسې امنیتي انديښنې رامخې ته نه کړي، چې د دیموکراتیکو پرمختگونو مخه ونیسي.
د گاونډیو هیوادونو له پاره خطر
د بوکو حرام، په نوم تندلارې اسلامپاله ډله له پنځو کلونو راهیسې پر جگړې بوخته ده او د نایجیریا په شمال کې چې زیاتره اوسیدونکي یې مسلمانان دي د یوه اسلامي دولت د رامنځ ته کولو په هڅه کې ده. پر دې سربیره نوموړې تندلارې ډله گاونډیو هیوادونو چاد، کامیرون او د نایجیر له پاره هم یو گواښ دی.
په تیرو اوونیو کې د نایجیریا او نایجیر هیوادونو پر پوله د چاد هیواد په سلگونو سرتیري ځای پر ځای کړی شوي دي چې له نایجیر سره د بوکو حرام د ډلې پر شا تمبولو کې مرسته وکړي. د چاد هیواد د خپلو معلوماتو له مخې په دغه ماموریت کې جنگي جیټ الوتکو هم برخه اخیستې ده.
همداشان افریقایي ټولنه غواړي چې د بوکو حرام پر ضد جگړې له پاره د ۷۵۰۰ سرتیرو په شا او خوا کې یو پوځي ځواک رامنځ ته کړي. د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي معلوماتو له مخې دغه تندلارې ډله د ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې جنگیالي لري.
د رسمي معلوماتو له مخې د ۲۰۰۹م کال راهیسې د نوموړې ډلې له لوري پر پولیسو، اردو، کلیساوو او ښوونځیو باندې د بریدونو په پایله کې تر ۱۳۰۰۰ زیات انسانان وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې په زرونو کسان د نوموړې ډلې د ظلم له کبله خپلو سیمو پریښوولو ته اړ شوي دي. د لویدیځي افریقا په دغه هیواد کې چې د تیلو بډای زیرمې لري شا او خوا ۱۷۵ میلیونه انسانان ژوند کوي.