په نایجیریا کي پر یوې کلیسا باندي بريد لس تنه وژلي دي
۱۳۹۰ اسفند ۲۲, دوشنبهاعلان
د نایجیریا په مرکز جوس ښار کي پرعیسوي کاتولیکانو باندي د یوه سخت يرغل خبر ورکړل سوی دئ. د ژغورونکي عملې یوه ویاند ويلي دي چي یوه برید کوونکي خپل چاودېدونکي مواد د سنت فین بارس په کلیسا کي د عبادت پر مهال چولي دي.
د نوو رپوټونو له مخي د دغو موادو د چاودني له امله لږترلږه لس تنه وژل سوي دي. دا پر دغه کلیسا باندي د دوو اونیو په ترځ کي دوهم برید دئ چي تر سره کیږي. د فبرورۍ په وروستيو کي د یوه برید مسئولیت د بوکو حرام په نامه اسلامي ډلي پرغاړه اخیستی وو.