1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نایجریا کې د بوکوحرام ډلې نوي بریدونه

۱۳۹۴ تیر ۱۳, شنبه

له څو میاشتو راهیسې خونړۍ جگړې رواني دي. په تیرو څو ورځو کې بوکو حرام شاوخوا ۱۷۰ انسانان وژلي دي. د دې تر څنگ نوي ولسمشر بوهاري د دغې ترهگرې ډلې پر وړاندی مبارزه له خپلو کاري لومړيتوبونو څخه اعلان کړی ده.

https://p.dw.com/p/1Fshw
انځور: Getty Images/AFP/I. Sanogo

په نایجیریا کې په دې وروستیو کې یوې ۱۵ کلنې نجلې یو برید ترسره کړ. د پنجشنبې په ورځ دغې نجلۍ د بورنو ایالت د مالاري سیمې په یوه جومات کې خپل ځان پوري تړلي چاودیدونکي مواد وچول او ۱۲ تنه یې له ځان سره ووژل.

شواهد ښيي چې دغه برید هم د بوکو حرام ترهگرې ډلې له خوا ترسره شوې وو. دغې ډلې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د نایجیریا په شمال ختیځ کې په پرله پسې ډول ځوانان د ځانمرگو بریدونو ترسره کولو له پاره تیر ایستلې دي.

د تیرې چهار شنبې په ورځ دغې ترهگرۍ ډلې د چاد بحیرې ترڅنگ د کوکووا سیمې په مختلفو جوماتونو کې د بریدونو په ترسره کولو سره شاوخوا ۱۰۰ تنه وژلي دي. یو عیني شاهد وایې چې دا لومړي ځل دی چې ترهگر په جوماتونو کې لمونځ کونکي په نښه کوي.

د نایجیریا د پارلمان یو استازی محمد طاهر وایي چې «دوی جوماتونه محاصره کړل او پر خلکو یې ډزی وکړې، تر ټولو په لومړي قدم کې پر ځوانانو او ماشومانو.» یوه ورځ مخکې تر دې د بوکو حرام ډلې جنگیالیو د منگونو ښار ته نږدې پر دوو کلو برید وکړ او ۴۸ تنه نارینه یې ووژل. د طاهر په خبره «دغه دواړه کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي».

د روژې میاشتې د پیل راهیسې د بوکو حرام ډلې له خوا په ترسره کیدونکو بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د بشري حقونو فعالۍ گاربا تیله هغو خلکو ته خبردارې ورکړی وو چې له کوکووا او منگونو له بریدونو څخه په تیښته بریالي شوې ول ترڅو بیرته خپلو سیمو ته ستانه نه شي.

نوموړۍ ویلي وو: «تر څو پورې چې دولتي ادارې بیرته فعالې شوې نه وي او امنیتي وضعیت ښه شوی نه وی کډوال دې بیرته خپلو کورونو ته نه ستنیږي.»

د ترهگرۍ پر وړاندی مبارزه د محمد بوهاري تر رهبري لاندی د نوي حکومت یو واضح هدف او شعار دی. بوهاري د یوې بیانیې په ترڅ کې وروستی برید «غیرې انساني او وحشیانه بللې». په پسرلي کې دولتي ځواکونو په تعرضي بریدونو سره وکولې شول چې بوکرام ډله پر شاتگ ته مجبوره کړي او ډیرې سیمې له دوی څخه بیرته ونیسې.د کانو پوهنتون استاد کبیرو ادمو وایې:« په دغه وخت کې بوکو حرام کمزورې شوې وه او نه یې شو کولای چې د دوی له خوا نیول شوې سیمې تر خپل کنترول لاندی وساتي.»

ادمو زیاتوي چې دغه بریالیتوب دوی ته د نړیوالو ځواکونو، د چاد هیواد د عسکرو، نایجیر او کامرون ځواکونو د ملاتړ له امله ورپه برخه شوې وو.

ولسمشر بوهاري د شنبې په ورځ یو وار بیا د ترهگرۍ پر وړاندی د یو پیاوړي نړیوال ائتلاف د جوړیدو غوښتنه کوي. همدا تیره میاشت بهاري په آلمان کې د G7 یا د پرمختللو صنعتي هیوادونو په غونډه کې ژمنه وکړه چې هیواد به یې د ترهگرۍ پر وړاندی مبارزه لا پیاوړی کړي.

دا چې د بوهاري نوره ستراتیژي څنگه ده جزویات یې تر اوسه پورې نه دي روښانه شوې. د کادونا په پوهنتون کې د سیاسي چارو کارپوه استاد ټوکور عبدالقدیر له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «یوازی څلور اوونۍ کیږي چې بوهاري د ولسمشر په توگه خپل مقام سمبال کړی دی او په دومره لږ وخت کې روان وضعیت په خپل کنترول کې نشي راوستلې. موږ باید له هغه څخه دا تمه ونه لرو چې هغه دې په یوه شپه کې بوکو حرام د نایجیریا له شمال ختیځ څخه وباسي. دا به لږ وخت ونیسې.»

عبدالقدیر د بوکو حرام وروستي پرمختگونه د یو جدي پرمختگ نه بولي ځکه په خبره یې دغه ډله تر اوسه پورې د هیڅ یو لوی ښار په نیولو نه ده بریالۍ شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب