1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نايروبی کی د ځمکنی او انسانانو ضد ماينونو په هکله نړيواله غونډه

حسن بری۱۳۸۳ آذر ۱۶, دوشنبه

د ٢٠٠۴ ميلادی کال دليندۍ د مياشتی په ٨ نيټه دافريقايی هيواد کينيا په پلازمينې نايروبی کی، دځمکنی او انسانانوضدماينونوپه هکله، یوه اونيزه غونډه جوړه شوه.

https://p.dw.com/p/DMsY
په افغانستان کې د ماينونو لټونه
په افغانستان کې د ماينونو لټونهانځور: AP
دملگروملتونوله ماشومانوسره دمرستې دټولنې UNICEF دڅرگندونوله مخی، دځمکنی ماينونودنړيوال تحريم اوغندنې سره سره، اوس هم هرکال ١٥٠٠٠ تر ٢٠٠٠٠ انسانان دماينونودچاودنوله کبله يا ټپی او ياهم وژل کيږی. هرپنځم قربانی يوماشوم دی.
افغانستان، انگولا، کمپوچيااوعراق دنړۍ هغه هيوادونه دی چی ډيرترين ماينونه پکښی خښ دی.
دامريکامتحده ايالتونو، روسيې اوچين، چی په نړۍ کی دانسانانوضدماينونولوی ترين جوړونکی دی، د UNICEF جدی غوښتنه، چی دانسانانوضدماينونودمنع کولوتړون لاسليک کړی، يوځل بيا ردکړ.