په نايجيريا کي پر يوه جماعت په بريد کي ۲۰کسان وژل سوي دي
۱۳۹۱ مهر ۲۳, یکشنبهاعلان
په نايجېريا کي د مسلمانانو پر يوه جماعت په بريد کي نزدې ۲۰ انسانان وژل سوي دي. د رسنيو د راپورونو له مخي د نوموړي هيواد په کادونا ايالت کي هغه وخت پر لمونځ کوونکو ډزي وسوې، چي هغوی تر لمانځه وروسته له مسجد څخه دباندي وتل. امنيتي چارواکو پيښه تائيد کړې ده، خو د قربانيانو د شمېر په هکله ئې معلومات نه دي په ډاگه کړي.