1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نادرشاه کوټ کې د پولیسو له پاره نوې ودانۍ جوړه شوه

۱۳۹۱ تیر ۱۸, یکشنبه

د خوست ولایت د نادر شاه کوټ په ولسوالۍ کې د امنیې قوماندانې له پاره نوې ودانۍ جوړه شوه. چې پرې ۱۲ زره امریکایي ډالره لگښت راغلی دئ.

https://p.dw.com/p/15TfQ
انځور: DW

د نادر شاه کوټ ولسوالۍ د خوست ښار لویدیځ ته پرته ده، چې پخوا ئې د دفتري کارونو او د پولیسو د استوگنې له پاره مناسبې خونې نه لرلې.

د نوموړې ودانۍ د پرانیستلو د مراسمو پر مهال د خوست والي عبدالجبار نعيمي دويچه ويله (المان غږ) ته وويل چې په نوموړې ودانۍ ۱۲ سوه زره امریکایي ډالر لگښت راغلي دئ او د امريکايي پوځ انجينري تيم (کروپس) دغه لگښت پر غاړه اخیستی دئ. دغه ودانۍ ١٢ خونې لري چې پکښې د خوب د خونو سربیره، د غونډو تالار او نور اړوند ټول ملحقات شته.

نوموړى وايي چې د دې ودانۍ ساختماني چارې په تیرو دوو کلونو کې د يوه افغان خصوصي ساختماني شرکت له لوري بشپړې شوي دي او د جوړونې چارې ئې په نړيوال ستندرد برابرې دي.

د نعيمي په خبره د خوست ولایت چارواکي هڅه کوي چې د دې ولایت په نورو ولسواليو او سرحدي سيمو کې د پوليسو او افغان پوځ له پاره د اړتيا په صورت کې ورته ودانۍ او تأسيسات جوړ کړي.

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمون مل جمال، دويچه ويله (المان غږ) ته وويل چې تر دې پخوا ئې په ويجاړو خونو کې پوليسو استوګنه درلوده او ډیرې ستوونزې ئې لرلې. د هغه په وینا اوس به ئې د نوموړې ودانې له جوړیدو سره ډیرې ستونزې هوارې شي.

په داسې حال کې چې څه موده پخوا د خوست د اسماعيل خېلو او سرحدي تڼيو ولسوالیو کې هم د امنيه قوماندانيو له پاره ورته ودانۍ جوړه شوي وې.

خوست/ فرید الله ظاهر
کتونکی: سید ریاض