1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په میلیونو مسلمانانو د حج مراسم تر سره کړل

د المان خبري آژانس/ مسعود جهش۱۳۹۱ آبان ۵, جمعه

په افغانستان کې د جمعې ورځ د لوی اختر د لومړۍ ورځې په توگه ولمانځل شوه. دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه شاوخوا څلور میلیونه مسلمانانو د حج فریضه پرځای کړه.

https://p.dw.com/p/16XQt
انځور: dapd

د پنجشنبې په ورځ شاوخوا څلور میلیونه حاجیان د عرفات غونډۍ ته وختل او په دې ترتیب سره یې د حج د مراسمو دغه مهمه برخه ترسره کړه. دغه ځای د مکې په ختیځ کې پروت دی چې له نن څخه څوارلس پیړۍ مخکې د اسلام ستر پیغمبر محمد (ص) په کې هغو کسانو ته وینا کړې وه چې له هغه سره یوځای د حج د مراسمو د تر سره کولو له پاره تللي ول.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي دي چې دغه مراسم پرته له کومې ستونزې تر سره شوي دي. د دې هیواد د روغتیا وزیر ویلي دي چې د سږ کال حج مراسم کومې ساري ناروغۍ له گواښ سره نه وو مخامخ کړي.

حاجیانو د جمعې په ورځ په سبمولیکه توګه د شیطان ویشتلو چې په عربی ژبه ورته جمرات وایي مراسم پر ځای کړل. تر دې وروسته حاجیان د خدای (ج) د رضا له پاره د یوه څاروي قرباني کوي. د سعودي عربستان چارواکو ویلي دي، د دې له پاره چې په دغو مراسمو کې گڼه گوڼه کمه وي هغوی داسې یو پل جوړ کړی دی چې په یوه ساعت کې د ۵۰۰ کسانو د تیریدو ظرفیت لري.

سعودي عربستان همداراز د دې مراسمو د امنیت نیولو له پاره ۲۵۰۰۰ امنیتي ځواکونه په دنده گومارلي دي. د هغوی د دندې یوه مهمه برخه دا ده چې څوک د دغو مراسمو پر مهمال له ځان سره کوم سیاسي شعار و نه لیږدوي.

د سعودي عربستان دیني علماو هم له حاجیانو څخه غوښتي دي چې د حج د مراسمو پر مهال سیاسي شعارونه ور نه کړي. ښايي له دې سره دغه علما غواړي هغو اوازو ته اشاره وکړي چې ایران له حاجیانو څخه غوښتي دي چې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.