1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په میرزا اولنګ کې څه تیر شوي؟

۱۳۹۶ مرداد ۱۸, چهارشنبه

د افغان چارواکو په وینا طالبانو او د اسلامي دولت غړو په سرپل ولایت کې د یوه کلي تر نیولو وروسته د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو ملکي وګړي ووژل. هغه کورنۍ چې دغو ډلو آزاد کړي د دغې پیښې دردناکه کیسې کوي.

https://p.dw.com/p/2hwAW
Afghanistan Sari Pul Provinz
انځور: Getty Images/AFP/Q. Usyan

یاغیانو د شنبې په ورځ د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ کلي کې د ماشومانو او ښځو په ګډون نزدې ۵۰ کسان وژلي دي. د دې کلي ډیری اوسیدونکي شیعه مذهبه مسلمانان ول. چارواکو ویلي دي چې دغه وژنې تر هغه وروسته رامنڅ ته شوې چې طالبان او د داعش جنګیالي د محلي پولیسو له یوې پوستې څخه په تیریدو وتوانیدل.

وسلوالو همداراز د سیمې یو شمیر اوسیدونکي برمته نیولي وو، خو د سه شنبې په ورځ یې له ډلې څخه ۲۳۵ تنه د ځایي سپین ږیرو او چارواکو تر منځګړتوب وروسته آزاد کړل.

هغه اوسیدونکي چې له پیښې ژوندي پاتې دي، ډیرې دردوونکې کیسې لري. د میرزا اولنګ کلي یوه اوسیدونکي علي داد ظفري، ویلي دي: «کله چې جګړه پیل شوه، کلیوالو د تیښتې هڅه وکړه خو د داعش جنګیالیو یې مخه ونیوله. هغوی یو شمیر ښخې، نارینه او ماشومان د یوې تپې شا ته بوتلل او هلته یې په ډزو وویشتل.»

هغه زیاته کړه: «مور مې زړه وه او پر لار نه شوای تلی نو له همدې کبله هلته پاتې وه. زه لا تر اوسه نه پوهیږم چې له هغې سره به څه شوي وي.»

بل کلیوال یاسین ابوذر، وویل چې جنګیالیو د وژنو د تر سره کولو مخکې د میرزا اولنګ کلي ته رسیدونکې لارې تړلې وې: «ما یوازې خپل ماشومان وژغورلی شول. کله چې هغوی [طالبان او د داعش جنګیالي] کلي ته راغلل نو پر هر چا یې ډزې کولې. هغوی ښځې او ماشومان هم و نه بخښل.»

ابوذر وایي چې اوس هم ډیر شمیر کسان لادرکه دي. هغه زیاته کړه: «ما پخپله په یوه قبر کې ۱۰ کسان خښ کړل. موږ له حکومته کفن نه غواړو بلکه غواړو چې امنیت مو ونیسي.»

ځايي چارواکي په داسې حال کې چې ورته په سلګونو بې ځایه شوي کورنۍ رسیدلي دي، د لا ډیرو مرستو غوښتنه کوي. د سرپل ولایت ویاند ذبیح الله اماني، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «هغه کورنۍ چې سرپل ته راغلي دي خوراکي موادو او سرپناه ته اړتیا لري. هغوی اوس په ښوونځیو، مسجدونو، له خپلوانو او ان د سړکونو پر سر ژوند کوي.»

هغه ټینګار وکړ چې که په وخت مرسته ونه رسیږي نو یو بل انساني ناورین به رامنځ ته شي.

په میرزا اولنګ کلي کې ډیری وژل شوي کسان شعیه مسلمانان دي چې یا ویشتل شوي او یا یې هم سرونه پرې شوي دي. د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې اسلامي دولت تندلارې ډلې په وروستیو وختونو کې د افغانستان جګړې ته یوه مذهبي بڼه ورکړې ده.

تیره اوونۍ هم دوو ځانمرګو برید کوونکو په هرات ولایت کې د شیعه ګانو په یوه مسجد کې له ۳۳ څخه ډیر کسان ووژل. داعش د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته.

طالبانو تایید کړې ده چې د میزا اولنګ ولسوالۍ یې له افغان امنیتي ځواکونو څخه نیولې خو په پیښه کې یې د اسلامي دولت مرسته او بیا د ملکي کسانو وژنه رد کړې ده. دغه ډله ډیر وخت داسې ادعاوې چې بیا وروسته ناسمې وي کوي.

له بلې خوا افغان امنیتي چارواکو ویلي دي چې د میرزا اولنګ د بیا نیولو په موخه یې عملیات پیل کړي دي. د سرپل والي محمد ظاهر وحدت، ویلي دي: «موږ به د خپلو بې ګناه خلکو د وینې انتقام واخلو.»