په میدان وردگ کې د خیریه موسسې یوه کارکونکي وژل سوې ده
۱۳۹۱ دی ۲۵, دوشنبهاعلان
دافغان چارواکو د وینا له مخي د میدان ورگو ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوې ښځې جسد موندل شوی دی. د میدان وردگ ولایت د پولیسو ویاند عبدالولي نورزي د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې دغه مېرمن څلور ورځې دمخه د چک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو له لوري تښتول شوې وه او نن یې د دغي ولسوالۍ د «خواجه عمري» په سیمه کې جسد موندل شوی دی. د ویاند په وینا دغه مېرمن په یوه خیریه موسسه کې کار کاوه. میدان وردگ ولایت د افغانستان يوه له ناامنه سیمو څخه گنل کیږي.