په مکسیکو کې ۴۹ جسدونه پیدا سوي دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۵, دوشنبهاعلان
په مکسیکو کې امنیتی ځواکونو داسې ۴۹ جسدونه پیدا کړي دي چې سرونه ئې پرې سوی وو. چارواکو ویلي دي چې په وژل سوو کسانو کې ۴۳ نارینه او شپږ ښځي دي.
د دوی مړي په سان خوان کې د مونترې پر سړک چې د امریکا سره په سرحد کې پروت دئ، په داسي حال کی پیدا سول چی ورسره د څیتا په نامه د مخدره موادو د مافیایې ډلې د خبردارۍ یو خط هم پروت وو. د دغو کسانو سرونه، پښې او لاسونه پرې سوي ول. دا ډول مړي په تېرو میاشتو کې هم په عامه ځایونو کې پیدا سوي دي. د چارواکو په نظر مافیایې ډلې غواړی په دې ډول په خپلو حریفو ډلو کې بېره رامنځته کړي.