1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا تاریخ به یو ځل بیا تکرار شي؟

۱۳۹۱ شهریور ۱۱, شنبه

د مکسیکو د نوي ولسمشر ټاکل په رسمي توگه له هغه وروسته تائید شوي دي چې محکمې د اپوزیسیون عریضه رد کړه. خو په عین وخت کې اپوزیسیون بیا د نوي ولسمشر پر ضد د خپلو مظاهرو د جاري ساتلو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1623H
انځور: Reuters

د مکسیکو د ټاکنو ځانگړي محکمې د جمعې په ورځ په رسمي توگه اینرکي پینا نیتو، د ولسمشر په توگه اعلان کړ، خو د هغه کیڼ اړخه مخالفین د محکمې دغه پریکړه نه مني او د لاریونونو غږ ئې کړی دئ.

د پینا نیتو سیال اندرس مانویل لوپیز اوبرادور، خبریالانو ته وویل: «زه د ځانگړي محکمې دا پریکړه نه شم منلای چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلي ئې سمي اعلان کړي دي.»

په عین وخت کې هغه د مکسیکو ښار په عمومي چوک کې د سپتمبر د میاشتي پر نهمه نیټه د یوه لاریون د ترسره کولو اعلان وکړ. هغه وویل: «ملکي نافرماني هغه وخت د قدر وړ ده چې د هغو غلو پر ضد وي چې د خلکو هیلي او خوښۍ غلا کوي.»

اوبرادور زیاته کړه: «دغه ټاکني هیڅکله شفافي او حقیقي نه وې، نو له دې امله زه یو داسي نامشروع اداره په رسمیت نه شم پیژندلای چې د پیسو په مقابل کې ئې رايي وړي وي او له اساسي قانون څخه ئې سرغړونه کړي وي.»

د ټاکنو ځانگړي محکمې د پینا نیتو پر وړاندي د یوې قضیې په اړه څیړنه کوله. دغه دوسیه د جولای په میاشت کې د مکسیکو د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د پینا نیتو د بریا په اړه وه. د مکسیکو د پخواني ښاروال او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه سیال لوپیز په پینا نیتو د هغه پر گوند باندي تور لگولی وو چې پنځه میلیونه رايي ئې د پیسو په بدل کې اخیستي دي او رایه ورکوونکو ته ئې ډیري ډالۍ ورکړي دي.

ایا تاریخ به یو ځل بیا تکرار شي؟

د اوبرادور غبرگون داسي پوښتني را پورته کړي دي چې ایا د مکسیکو په ښار کې به د ۲۰۰۶ کال په شان لاریونونه وشي او که نه. دغو لاریونونو د مکسیکو ښار فلج کړی وو. په دغه کال کې لوپیز اوبرادور له هغه وروسته د سترو لاریونونو شاهد وو چې د محافظه کار گوند د نوماند فیلپ کالډېرون پر وړاندي ئې په ټاکنو کې په ډیر کم تفاوت ماته وخوړه.

خو د بینتو بیر په نوم یو څیړونکی په دې اند دئ چې داسي اټکل نه کیږي چې د ۲۰۰۶م کال په څیر لاریونونه دي تکرار شي. د هغه په وینا د محکمې پریکړي د پینا نیتو اعتبار لا پسې پیاوړی کوي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش